په ټول افغانستان کې وحشي اسرائیل وغندل شول.
د فلسطين د غزې پر تراړې د اسرائيلو خونړي بريدونه د پروان ، ننګرهار، کابل او لوګر په ولايتونو کې هم دمرغومې په ١٤مه د لاريونونو او غونډو په ترڅ کې وغندل شول .
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو ٧ ورځو کې پر غزه د اسرائيلو په پرله پسې بريدونو کې ٤٠٠ تنه فلسطينيان وژل شوي او دوه زره نور ټپيان شوي دي .
د پروان په مرکز چاريکارو کې شااوخوا دوه زره تنه د اسرائيلو د يادو شويو بريدونو د غندلو په موخه د چاريکار په عيدګاه جومات کې راټول او بيا يې ددې ښار تر چوک پورې سوله ييز لاريون وکړ.
لاريون کوونکيو چې مرګ پر اسرائيلو او امريکا شعارونه يې ورکول د اسرائيلو بيرغ وسوځاوه او له نهو تر ١١ بجو يې په ياده شوې سيمه کې د کابل _شمال لويه لاره د ټرافيکو پر مخ وتړله .
د پروان د ولايتي شورا مرستيال عبدالظاهر سالنګي چې په دې لاريون کې يې ګډون درلود،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاريون کوونکيو په پرېکړه ليک کې د اسرائيلو بريدونه غندل شوي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه يې شوې ده .
دغه راز دده په وينا، په پرېکړه ليک کې له افغان دولت څخه چې د اسراييلو بريدونه يې لا د مخه غندلي ، غوښتنه شوې چې په دې اړه جدي دريځ ولري او پر نړيوالو فشار راوړي چې د اسرائيلو د دا ډول کړنو مخه ونيسي.
دى وايي ، په پرېکړه ليک کې له افغان دولت څخه دا غوښتنه هم شوې چې په ملګرو ملتونو کې دې د امريکاله افغان الاصله استازي زلمي خليلزاد څخه افغاني تابعيت واخلي ،ځکه چې هغه ويلي چې اسرائيل له ځان نه د دفاع حق لري.
د سالنګي په وينا، په پرېکړه ليک کې امريکا ته خبردارى ورکړل شوى چې د اسرائيلو د مدافع په توګه پېژندل شوى او که په خپلو پاليسيو نوې کتنه ونه کړي نو ګټې به يې هر ځاى په خطر کې وي.
دغه راز ددې لاريون ديو بل ګډون کوونکي او د پروان د ولايتي شورا درييس مولوي عبدالرحيم شا اغا په وينا ، ګڼ شمېر خلک په دې شرط چې کومه مرجع يې د بېولو لپاره پيدا شي ، تيار دي چې فلسطين ته ولاړ شي او له خپلو مسلمانو وروڼو څخه دفاع وکړي .
په ننګرهار ولايت کې هم همدا نن د سولې کاروان او د قومونو د شورا له زرو زياتو غړيو د يوې غونډې اوسوله ييز لاريون په ترڅ کې داسراييلو لخوا دغزې پرمسلمانانو بريد وغانده .
يادو شويو کسانو په جلال اباد ښار کې د سولې د کاروان د مشر په کورکې ترغونډې وروسته د درمسال له چوک څخه د بهسودو پله ته څېرمه د شهيدانو تر څلي لاريون وکړ.
لاريون کوونکي هلته دغزې دشهيدانوپه ياد تر څو شېبو چوپ درېدو وروسته د ياد شوي څلې څنګ ته د غزي د شهيدانو په احترام د ګلو ګيډۍ کېښودې.
دغونډې اولاريون يوتن ګډونوال مولوي خيرالله نيوکه وکړه چې ملګري ملتونه پر غزه د اسراييلو د بريدونو په اړه چوپه خوله پاتې دي.
ده له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونوسازمان يوه تش په نامه او داسې اداره و بلله چې يوازې دکفري هيوادونو له بشري حقونو څخه ملاتړ کوي .
هغه په داسې حال کې چې د اسرائيلو وروستي بريدونه يې په سختو ټکو کې غندل زياته کړه : ((اسراييل يودولت نه بلکې ، دمسلمانانو پر وړاندې يومورچل دى .))
د سولې دکار وان مشر حاجي عبدالظاهر قدير د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د فلسطينيانو ننګه وکړي .
قدير د بشري حقونو په ټولو سازمانونو غږ وکړ چې که د فلسطين د مسلمانانو غږ اوچت نه کړي او چوپه خوله پاتې شي نو هغه ورځ هم لرې نه ده چې د دوى غږ به هم څوک نه اوري.
نوموړي زياته کړه : (( په خداى قسم که افغانستان له فلسطين سره د مځکې له لارې نږدې پوله درلوداى اود تلو امکان واى نو د اسرائيلو په وړاندې اود فلسطينيانو په ملاتړ به عملي جهاد ته ورغلى واى . ))
د پل خشتي په جومات کې هم د ٥٠٠ تنو په شااخوا کې کابل ښاريانو نن د فلسطين له مسلمانانو څخه دملاتړ په اړه غونډه وکړه او د اسرائيلو بريدونه يې وغندل .
يادو شويو کسانو له غونډې وروسته په کابل کې د يوناما تر دفتره سوله ييز لاريون وکړ او هلته يې خپلې غوښتنې د يو پرېکړه ليک په ترڅ کې د يوناما دفتر ته وړاندې کړې .
د لاريون يو تن ګډون کوونکي سيدمحمد وويل چې په پرېکړه ليک کې د اسراييلو د بريدونو د بندېدو غوښتنه شوې وه .
همدارنګه د لوګر په خوشي او خروار ولسواليو کې هم په سلګونو خلکو د غونډو په جوړولو سره پر غزه د اسرائيلو پوځي عمليات وغندل .
په دغه دوو بېلابېلو غونډو کې چې په جامع جوماتونو کې نن سهار شاوخوا اته بجې پيل شوې وې ، د اسرائيلو بيرغ وسوځول شو او د فلسطينيانو پر ملاتړ شعارونه ورکړل شول .
په تېرو څو ورځو کې هم په کابل ، هرات ، بلخ ، پنجشير ، کندوز او ځينو نورو ولايتونو کې د لاريونونو او غونډو په ترڅ کې پر غزه د اسراييلو بريدونه په کلکه غندل شوي دي