کور / اسلامي / دتور سرو توري

دتور سرو توري

دسورت توبه له ۱۷ څخه تر ۱۹ اېات پورې ژباړه (مومن نارېنه او مومنې ښځې د ېو بل رفېقان دې . پر ښوکارونو حکم ورکوې او له بدو کارونو څخه منعه کوې . لمونځ ادا کوې ، ذکوات ورکوې ، دالله او دهغه درسول اطاعت کوې . دا هغه خلک دې چې د الله رحمت به پر دوې اورېږې ، په تحقېق سره الله تعالې پر ټولو غالب ، حاکم او دانادې .)
او همدارنګه دبېعت پر مهال هم د ښځو دراېه ورکولو استحقاق قران واضح کړې دې .
(اې نبې کله چې مومېنانې ښځې تاته دبېعت لپاره راشې ، او ددې ژمنه وکړې چې له الله سره به شرېک نه نېسې ، غلا به نه کوې ، زنا به نه کوې ، خپل اولاد به نه قتلوې ، الخ ……القران )

بېعت او دنن صبا د غوراوې لپاره د ټولټاکنو پر مهال راېه ورکول سره ورته دې دنبوت لپاره بېعت نوې بلکه د ولس مشرې لپاره وې .
رسول الله له نبوت سره سره د هېواد اولس مشر هم وو .
او همدارنګه د قانون رغاونې پر مهال هم اسلام ښځو ته حق ورکړې دې چې خپله راېه ورکړې .
کله چې حضرت عمر رضې الله عنه د مهر د اندازې د ټاکلو په موخه څرګندونې کولې د شالخوا ېوې مېرمنې په لوړ اواز سره ووېل  او د قران دا اېات ېې تلاوت کړ،  ترجمه (کله چې تاسې دېوې بې بې پر ځاې دبلې د راوستلو تابېا وکړې ، نو که تاسې هغې ته په ډېر زېات انداز کښې مهر ورکړې وې هم به ېې بېرته نه ورنه اخلې )
وروسته دې ښځې زېاته کړه چې قران دا اجازه ورکړې ده چې په مهر کښې زېات مال ورکولاې شې نو بېا عمر څوک ده چې د مهر اندازه کمه ټاکې .
حضرت عمر ژر له خپلې راېې څخه رجوع وکړه او وېې فرماېل چې عمر پر غلطه وو او دا ښځه صحېح واېې .
نن هم د ټول ټاکنې لپاره ښځېنه کاندېدانې د قانون سازې لپاره پارلمانونو ته تللاې شې چې داسلام نور حدود هم مراعات کړې . دا بېله خبره ده چې ځېنې وروڼه به واېې چې لدې سره به خرابې منځ ته راشې او بې پرده ګې به جوړه شې ولې بېا به خداې مه کړه لدې وېرې ښځې حج ته هم نځې ؟
حضرت ام اېمن هغه مېرمن ده چې د اسلام په پېل کښې ېې اېمان راووړ او بېا له صحابه وو سره ېې ېو ځاې حبشې ته هجرت وکړ اوبېا له هغه ځاېه مدېنې ته راغله . د احد په غزا کښې ېې برخه درلوده د زخمېان ددرملنې ترڅنګ ېې د مشکل په ګړې کښې چې مسلمانان شکست ته نژدې شوې وو خپله مړانه هم ښکاره کړه او له نبې ع  څخه ېې دجنګ په ډګر کښې دفاع کوله . وروسته به ېې ښځو ته دحدېثو او قران درس ورکاوه او نبې ع  به ېې کور ته ډېر تشرېف ور ووړ  او هلته به ېې وخت اېسته .
دا د حضرت عثمان رض په دورخلافت کښې وفات شوه .
همدارنګه لکه څرنګه چې الله تعالې انسان ته د هر کار ثمر دده په هڅو کښې ښودلې دې لکه چې فرماېې (ومالېس للانسان الاماسعې ) ېعنې د انسا لپاره هېڅ نشته مګر هغه څه چې دې ېې په لټه کښې وې . لدې نه معلومه شوه چې هر سړې باېد کار وکړې او د بل د اوږو بارنشې پدې کښې نر او ښځه دواړه برابر دې .
ولې چې د قران په ېو بل اېات کښې دې چې (للرجال مما اکتسبو او للنسا مما اکتسبن ) ېعنې سړېو ته به د خپل کسب ثمر پلاس ورځې او ښځې ته دخپل کسب .
افسوس چې نن له دېنه جاهلېت موږ د وروسته پاتېوالې دې پولې ته رارسولې ېو  چې وخپلو ناروا  رواجونو ته مو داسلام بڼه ورکړې ده او د پردې دېو غلط تصور  په نامه او بنسټ مو نارېنه او ښځېنه له  خپلو ټولو اسلامې مشروعو او انسانې حقوقو څخه محروم ساتلې دې . پاې