کور / اسلامي / دلمانځ فرضونه او واجبات (زده کړه يې فرض ده )

دلمانځ فرضونه او واجبات (زده کړه يې فرض ده )

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِر عَلَيْها

ګرانومسلمانانو! لمونځ چه داسلام اوکفر سرحد دي يواهم عبادت دي هغه وخت به صحي لمونځ وي چه لمونځ ګزار دلمانځه په احکامو لکه فرائض ،واجبات ،سنت ،مکروهات او دلمانځه ماتونکو پوه شي

دسجده سهوي دوجوب صورتونه وپيږنی دلمانځه صحت او خرابي درک کړای شي .

نوپه همدي خاطر دلمانځه داحکامو زده کړه په نر اوښځه فرض ده اويادساتل يې ضروري دي .

دلمانځ فرضونه :

دلمانځه ديارلس فرضونه دي چه اوه دلمانځه څخه بهر او شپږ په لمانځه کښې د ننه دي کوم چه دلمانځه نه بهر دي هغه ته دلمانځه شرطونه وايي اوکوم چه په لمانځه کې دننه دي هغه ته دلمانځه ارکان وايي .

لومړی دلمانځه شرطونه : پدې شرطونو کې که يو هم پاتي شي لمونځ نه صحی کيږي .

۱- په وخت لمونځ کول : دوخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحی کيږي .

۲- دبدن پاکوالی : يعنی دلمونځ کونکي بدن به دحقيقي او حکمي ناپاکی نه پاک وي که اودس نلري اودس به کوي او که غسل نلری عسل به کوي او که په بدن يې پليتی وي هغه به مينځي .

۳- دجامو پاکوالی : جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي هغه به پريمنځي .

۴- دلمانځه دځای پاکوالی: که فرش ،جاينماز او يا ځمکه وي هغه به پاک وي .

۵- ستر عورت : بدن به په جامو پټ وي دنر لپاره کم نه کم دزنګون څخه تر نامه پورې او دښځی ټول بدن بغير لاسونو ،مخ او پښو نور ټول بدن عورت دی چه جامه به نازکه نه وي چه دبدن کوم ځای ورڅخه ښکاره نشي دګاج ټکري سره لمونځ نه کيږی ځکه دهغه نه ويښتان ښکاريږي .

که دنر دپښو ښنګري پټ وي لمونځ يې مکروه دی اوکه دښځی ښنګري ښکاره شې لمونځ يی مکروه دی .

۶- مخامخ قبلی دريدل :

۷- دلمانځه نيت کول : نيت خو همغه دزړه اراده ده خوپه ژبه کول بهتره دی .

دلمانځه ارکان : د لمانځه ارکان شپږ دي .

۱- تکبير تحريمه – يعنی دنيت ټړلو په وخت کښې الله اکبر .

۲- قيام – يعنی د سبحان اللهم – الحمدالله او سورّة لوستلو لپاره په ولاړه دريدل .

۳- قرآئت – يعنی د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو سورت يا کم نه کم دری آيته لوستل .

۴-رکوع

۵ – سجده ۶ ۶- په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل .

که له شرطونو اوارکانو يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ نه صحی کيږي.

دلمانځه واجيبات :

۱- دسورة فاتحی يعنی الحمدلله لوستل .

۲- دفرضو په اولو دوو رکعتو کې او دوترو،سنتو او نفلو په ټولو رکعتونو کې ترفاتحی ورسته څه سورة يا دری ايتونه لوستل واجب دي .

۳- سورة فاتحه دبل سورة نه مخکې لوستل واجب دي.

۴- ټول ارکان پرلپسی واجب دي – يعنی که ديوه رکن نه پس د دوهم رکن په اداکولو کښی په بی فکری يا هيری سره دومره وخت تيرشی څومره وخت چه درکوع يا سجدی کولو کښی تير شي نو سجده سهوه لازميږي – د دُعا وغيره په لوستلو کې که څه ذيات وخت تير شی سجده سهوه نه لازميږي .

او همدارنګه په قيام ،قرأت ،رکوع اوسجده کې ترتيب ساتل واجب دی که درکوع نه مخکی سجده وکړی او دسجدی نه مخکی قعده وشی – نوسجده سهوه لازميږي .

۵- په سجده او رکوع کی دومره ځنډ تيرول په څومره وخت کی چه سړی سبحان ربی الغظيم اوسبحان ربی الاعلی ووايي – کوم خلک چه ډير زر زر رکوع اوسجده کوي دهغوی لمونځ نه کيږي .

۶- قومه کول – يعنی درکوع نه پس په ښه شان دريدل ،پدی کی هم ډير خلک په پوره توګه نه دريږي په پيړه سجدی ته ځی ،داسی کولوسره هم لمونځ فاسيديږي .

۷- جلسه کول – يعنی د دؤ سجدو په مابين کی په ښه شان کيناستل چه د بدن ټول اندامونه کرار شی او دپوره ناستی ګمان پری وشي ،ځنی کسان دچرګ په شان ټونګی وهی چه لمونځ يی نه صحی کيږی ځکه جلسه واجبه ده دواجبو په قصدي ترک سره لمونځ فاسديږي .

۸ – لومړی قعده .

۹- په دواړو رکعتونو کی تشهد لوستل .

۱۰- تعديل ارکان ـ يعنی ټول ارکان په کراره تسلی او آرامی سره ادا کول لکه قومه ،جلسه ،رکوع اوسجده په آرامی سره کول يا کومی دوعاګانی چه په لمانځه کی لوستل کيږی په آرامی سره لوستل په بيړه کولو سره ډير څه پاتی شی چه په هغه سره لمونځ فاسيديږي .

۱۱- په کومو کې چه ورو ورو قرآن لوستل کيږی لکه ماسپښين او مازديګر په هغه کی ورو ورو لوستل او کومو کی چه په زوره زوره قرآن لوستل کيږی لکه سهار،ماښام او ماسختن هغه کی په زوره قرآن لوستل واجب دي .

۱۲-دالسلام عليکم په ويلو سره لمونځ ختمول .

۱۳-د وترو په دريم رکعت کی الله اکبر او دوعا قنوت لوستل واجب دي.

۱۴- داخترونو په لمانځونو کی شپږ تکبيرونه ذيات ويل واجب دي .
 

دلمانځه سنتونه :

۱- دتکبير تحريمه لپاره لاسونه پورته کول.

۲- دلاسونو پورته کولو په وخت کی ګوتی پرانيستې او قبلی ته مخامخ کول.

۳- دامام لپاره دهر رکن اداکولو په وخت کې تکبير ويل .

۴- په اول رکعت کې ثنا سبحان اللهم ويل .

۵- لومړی رکعت کښی تعوذ يعنی اغوذ بالله ويل .

۶- دهر رکعت په شروع کی بسم الله ويل .

۷- دسورة فاتحه نه ورسته آمين ويل .

۸- سړو لره ښی لاس په ګين لاس ايښودل تر نامه لاندی ،اوښځو لره په سينه باندی ايښودل .

۹- رکوع ته دتلو په وخت کې الله اکبر ويل .

۱۰- د رکوع په حالت کې سر دشا سره برابر ول اوپه دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول .

۱۱- په رکوع کی دری ځله سبحان ربي الغظيم ويل .

۱۲- قومه يعنی درکوع نه پورته کيدو په وخت کی دامام دپاره سمع لمن حمده او دمقتدی لپاره ربنا لک الحمد دتنها ګزار لپاره د دواړو ويل.

۱۳- سجدی ته دتلو په وخت کې اوبيا سجدی نه دپورته کيدو په وخت کې الله اکبر ويل.

۱۴- سجدی ته دتلو په وخت کی لومړی دواړه ګونډې بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.

۱۵- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی ويل.

۱۶- دسجدی په وخت کی دلاسونو دواړه پنځی دپوزی څنګو ته ورنونه دګيډی نه جلا اود ځمکې نه لری ساتل او څنګلی له ورنو نه لری ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل .

۱۷- په جلسه او قعده کی سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.

۱۸- په تشهد کی د اشهدان لااله الا الله ويلو دشهادت ګوته پورته کول .

۱۹- په قعده اخيره کې دتشهد نه ورسته درود شريف ويل.

۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل الهم ربنا .

۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.


ورسته به دلمانځه مکروهات ،ماتونکی اوڅه وخت لمونځ مات کړشي اوهمدارنګه دسجده سهوی وجوب او دلمانځه خشوع نشر شي .



کنزالدقائق علامه شيخ ابوالبرکات عبدالله بن احمد

شرح قدوری مفتی محمد عاشق الهی البرنی

اسلامی فقه ملانا مجيب الله ندوي

آسانه فقه محمديوسف اصلاحی

معلم الدين قاری شريف احمد صاحب

معارف الحديث مولانا محمد منظور نعمانی

تبصره نسته

  1. ze le tasi sekha ghwarem che mata de nakah tarelo sharaet ,tareeqa aw doha pe web pana ke nasher kry

  2. ka manzl da mohabt me naseb nasho wran da meni dealona kho me khpl de