کور / تازه خبرونه / زلزلې د پاکستان او افغانستان لوى ښارونه ولړزول

زلزلې د پاکستان او افغانستان لوى ښارونه ولړزول

يوې پياوړې زلزلې بيګا نيمه شپه دا فغانستان او پاکستان اکثرې برخې وجړقولې .دپاکستان په وخت په يوه بجه او درويشتو د قيقود زلزلې ټکانونه دپلازمينې اسلام اباد تر څنګ په ټولو لويو ښارونو لاهور ، پېښور ، نوښار او سوات کې هم محسوس شول .دپاکستان د ٢٠٠٥ م کال د بالاکوټ او کشميرخونړۍ زلزلې ته په پام، خلک له ويرې له کورونو څخه د باندې راووتل او الله ورته ياد شو .دپاکستان د زلزلو اداره وايي ددې زلزلې زور پنځه اعشاريه نهه ريکټاره و او په سم لاسي ډول د تلفاتو راپورونه نه دي ورکړل شوي . ځيني سرچينې وايي د زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې واودافغانستان  په ختيزو سيمو کې ددې زور شپږ اعشاريه دوه پورې څارل شوى دى .