کور / راپور / كوټه : دكاكاجي صنوبر حسېن مومند په وياړ سيمينار تر سره سو

كوټه : دكاكاجي صنوبر حسېن مومند په وياړ سيمينار تر سره سو

 

د پښتو ژبي د نړيوالي  سياسي او ادبي مجلې ’’ ليكوال ’’ د كوټي د څانګي په نوښت د هند د نيمي وچي د خپلواكۍ د بهير د مخ د قطار غړي ،د پښتونخوا وطن نومياتى سياستوال ،روشن فكر اديب او شاعر او د انجمن زمينداران مشر ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند د 46م تلين په وياړ يو ورځنى ادبي او علمي سيمينار تر سره سو .


دغه يو ورځنى سيمينار چي ټولي منډي ترنډي يې د ليكوال مجلې د كوټي استازي ، پر پښتو او پښتونولي مين ځوان نظر محمد بړېڅي ګاللي وې د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د مطبوعاتي مركز دخان شهيد په تالار كي د ماسپښين پر درې بجې په داسي حال كي پيل سو چي د كوټي پر ښار او شاوخوا سيمو پوست پوست باران راورېدى .


 



پائندخان خروټى د غونډي د وياند په حېث


پائند خان خروټى چي د سيمينار د وياند چار يې پرمخ بوولې دريځ ته رالى او تر سلام وروسته يې ټولو مېلمنو او برخه والو ته ښه راغلى ووايه . .


 



پر دريځ  د ناستو مېلمنو يو انځور


له هغه وروسته يې د سيمينار مشري د افغان كونسلګرۍ مشر محمدداؤد محسني ته وسپارله او هغه ته يې بلنه وركړه تر څو خپله چوكۍ سمبال كړي .بيايې د سيمينار د مشر مېلمه د چوكۍ د سمبالولودپاره دبلوچستاد وتلي او منلي ليكوال ډاكټرشاه محمد مري ته خواست وكړ چي دريځ ته راسي او پر خپله چوكۍ كښېني . له هغه وروسته يې ډاكټر عبدالمالك كاسي ،ډاكټر حامدخان اڅكزي ، دافغان كونسل جنرل مرستيال اسدپښتون ،ايالتي وزير عبدالخالق بشردوست ،ډاكټر عبدالرؤف رفيقي او پروفېسر نسيم اڅكزي ته يو په بل پسې بلنه وركړه چي هغوي دريځ ته راسي او پر خپلو خپلو ځانګړيو ځايونو كښېني


 



قاري حاجي حبيب الرحمٰٰٰان د قران كريم په مباركو اياتونو د سيمينار پيل كوي


د سيمينار د رسمي پيل دپاره قاري حبيب الرحمٰن ته خواست وسو چي هغه دي دكوټي په ښار كي د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومندد شپږڅلوېښتم تلين په وياړ او په دوه زره نهم مېلادي كال كي دا  لومړنى سيمينار د لوي څښتن د سپېڅلي كلام په څو مباركو اياتونو پرانيزي .


د لومړۍ وينا دپاره د ليكوال مجلې د كوټي استازي  نظر محمد بړېڅي ته بلنه وركړل سوه چي ټولو ګډون كونكو ته ښه راغلى ووايي او ورپسې پرانستونكې وينا وكړي .


 



د سيمينار جوړونكى او په كوټه كي د ليكوال مجلې استازى نظرمحمدبړېڅى د وينا پر مهال


نوموړي د خپلي وينا په ترڅ كې دارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومندپر ژوند په لنډو ټكو كي رڼا واچوله اوپه سيمينار كي  شريكو خلكو ته تر كوروداني ويلو وروسته يې له هغو كسانو څخه مننه وكړه چاچي د دې سيمينار په جوړولو كي ورڅخه خپله مرسته نه وه سپمولې .


 



ماشوم پالې خان د خپلي معصومي او جذباتي خبرو كولو پر وخت


د دويمي وينا دپاره د پالې خان په نامه يو ماشوم ته بلنه وركړل سوه چاچي د كاغذ پر مخ ليكلې لاكن د خپل عمر په تاله تللې ښې درنې، لنډي او احساساتي خبري وكړې .


 



حاجي نور محمدمومند د مومند قبيلې په استازيتوب غونډي ته ويناكوي


حاجي نورمحمد مومند چي د خپلي قبيلې په استازيتوب ورته دريځ ته د راتللو او خبرو كولو بلنه وركړل سوه د خپلي په زړه پوري وينا په ترڅ كي د سيمينار د جوړونكو د مننې تر څنګ دارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند پر ژونداو خدمت د خپل علم او استعداد سره سمه رڼاواچوله .


 



عزيزالله پكتوي خپله مقاله د سيمينار برخه والو ته اوروي


عزيزالله پكتوي د دې سيمينار لومړى مقاله وړاندي كونكى و. هغه دارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند په هقله دومره خبري نه وكړې لكه څومره چي پر سلولارو روان پښتانه قام ته په غوصه و . نوموړي د خپلي مقالې مقصد دا ګرزولى و چي كه پښتانه د خپلو پخوانيو مشرانو پر پله پل كښېږدي نو هغه ورځ به لري نه وي چي زموږ د وطن ستونزي به د پاي ټكي ته جګي ودريږي .


 



پروفېسر نسيم صديق د خپلي مقالې د وړاندي كولو پر مهال


د مقالود لړۍ دويم ويناوال د كوټي پوهنتون د انګرېزۍ د څانګي پروفېسر نسيم اڅكزى و چا چي ترمقاله وړاندي د خپل ځان په هقله يو اعلان وكړ . نوموړي وويل چې زماله نامه سره به له دې وروسته د اڅكزي پر ځاي صديق ليكل كيږي كوم چي هغه د خپل پلار نوم وښوو .پروفېسرنسيم صديق په خپل ځانګړي انداز كي  دارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند پر ژوند او پښتو ژبي او وطن ته د هغه پر خدمتونو ليكلې په زړه پوري ښه اوږده مقاله وړاندي كړه .


 



ډاكټر عبدالرؤف رفيقي د خپلي مقالې لنډيز وړاندي كوي


د ډېري خوږې او منظومي ژبي څښتن ، ليكوال او شاعر ډاكټر عبدالرؤف رفيقي د خپلي پرله پوري او خوندوري مقالې چي د هغه په وينا ډېره اوږده وه لنډيز وړاندي كړ . كه څه هم د هغه د مقالې لنډيز د نورو د مقالو برابر و خو چي كله هغه د پاي تكي ويل نو په تالار كي د ناستوټولو خلكو پر څهرو د دې ارمان اثار چي كشكي كه يې ټوله مقاله لوستې واي له ورايه ښكارېدل .


 



ډاكټرشاه محمدمرى چاچي په اردو ژبه كي خپله مقاله ولوسته


په كوټه كي دسنګهت اكېډمۍ مشر ،پر بېلابېلو موضوعاتود شلو شاوخوا ليكل سويو كتابونو ليكوال او د بلوچستان يو وتلي او منلي ځوان اديب ډاكټرشاه محمدمري بيا په اردو ژبه كي ليكل سوې دخپلي ژوري مقالې په بڼه كي د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند په هقله د خپلو زرينو خيالاتو څرګندونه وكړه .


 



كمال الدين كمال بركي ارواښادكاكاجي ته خپل منظوم عقيدت وړاندي كوي


دجنوبي وزيرستان د كاڼي ګورم له كلي څخه راغلي د ارواښاد پير روښان كليوال كمال الدين كمال بركي پر خپل نوبت د دې درانه سيمينار درانه سرليك ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند ته خپل منظوم عقيدت وړاندي كړ .


 



افغان كونسل جنرل محمد داؤد محسني د خپلي احساساتي ويناپرمهال


د غونډي درانه مشر او د افغان كونسلېټ كونسل جنرل محمد داؤد محسني چي له خپلو ډېرو مصروفياتو څخه يې خپل قېمتي وخت د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومندياد ته ډالۍ كړى و پر دې چې ګواكې ترخپل وار له مخه به خبري وكړي له ټولو برخه والو څخه تر بخښني وروسته پر لراوبر افغانستان د تېرو سويو تاريخي حالاتو په تناظركي دلته د ملي مبارزينو پر لړليك لنډي خو ګټوري او جذباتي خبري وكړې .نوموړي د سيمينار له جوړونكو څخه مننه وكړه او د داسي فعاليتونو پر لا ګړندي كولو يې زور واچولو .


 



   ډاكټرسلطان محمد مندوخېل محمد داؤد محسني ته د ارواښادكاكاجي انځور ډالۍ كوي 


ډاكټرسلطان محمدمندوخېل چې د كوټي په يوه مصور يې د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند يو په زړه پوري عكس جوړ كړى و د هغه د 46م  تلين په وياړ د جوړسوي سيمينار مشر او د افغان كونسلېټ كونسل جنرل محمد داؤد محسني ته ډالۍ كړ .


 



دجمعيت علماء اسلام نظرياتي ډلي يومخكښ او ايالتي وزير عبدالخالق بشردوست د وينا پر وخت


د جمعيت علماء اسلام نظرياتي ډلي يو مخكښ او له ږوب څخه د ايالتي اسمبلۍ غړي عبدالخالق بشردوست  بيا د خپلي وينا په ترڅ كي د پلرونو او نيكونو پر لاره د تګ دپاره د پښتنواو په خاصه توګه د نوي نسل د راپارولو پر اړتيا خبري . نوموړي وويل چي نن چي موږ له هري خوا په ستونزو كې راګير يو دا مو د خپلو مشرانو راښودلې لار پرې يښې ده .


 



دپښتونخواملي عوامي ګوند د مركزي كمېټۍ غړى ډاكټرحامدخان اڅكزى د سيميناربرخه والو ته وينا كوي 


د دغې درنې او پرتمني غونډي وروستى ويناوال د پښتونخواملي عوامي ګوند د مركزي كمېټۍ غړى او د خان شهيدعبدالصمدخان اڅكزي زوي ډاكټرحامدخان اڅكزى و .نوموړي چي كله خپلي خبري پيل كولې نو دا وخت د ماښام د لمانځه و او باران هم ترخپله وسه دكوټي په يخنۍ كې د زياتوب راوستلو بريالۍ هڅه كوله .ډاكټرحامدخان اڅكزي د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند پر فن او شخصيت  ترڅنګ پښتنوته پر ورپېښو ستونزو او د هغو د حل پر لارو چار ښې اوږدې او له پنده ډكي خبري وكړې.


نوموړي د پښتون قام د ټولو ستونزو سرچينه بې اتفاقي وبلله او د هغو هوارى يې په يوالي كې پټ وباله .هغه هيله څرګنده كړه چي يوه ورځ به داسي خامخا راځي چي پښتون افغان ملت به يوموټى كيږي او هغه څوك چا چي د دوي پر خاوره او قام د بدو ورځو د راوستلو دسيسې جوړي كړي او سره ته رسولي تر ګرېوان رانسي . هغه په پښتانه قام كي د يوالي تر څنګ د عصري علومو او سياسيي بېدارۍ   پر اړتياهم زور واچاوه .


 


    


 


       


                                             د سيمينار د برخه والو يوه ننداره


چي كله مېلمنو د سيمينار له ختمېدو وروسته تودې چاي وڅښلې او يو له بله تر رخصت اخيستلو وروسته  خپلو كورونو ته د تګ په تكل سو دالته د ماښام اوه بجې وې . ددې سيمينار د برخه والو پريکړه ليک لوستلو د پاره دا ځای کليک کړئ