د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومنددسيمينار پرېكړليك
خان زمان کاکړ
د سيمينار عکسونه او پوره راپور لوستلو ته دا ځای کليک کړئ
د پښتو ژبي د نړيوالي سياسي او ادبي مجلې ’’ ليكوال ’’ د كوټي د څانګي په نوښت د هند د نيمي وچي د خپلواكۍ د بهير د مخ د قطار غړي ،د پښتونخوا وطن نومياتى سياستوال ،روشن فكر اديب او شاعر او د انجمن زمينداران مشر ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند د 46م تلين په وياړدجوړ سوي يو ورځنى ادبي او علمي سيمينار كي لاندي وركړل سوي پرېكړليكونه منظور كړل .
1 د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومندټول ناچاپه اثار او د هغه ژوندليك چي د ښاغلي عبدالباقي له خوا ليكل سوى زر تر زره د چاپ په پساله وپسولل سي .
2 په پاكستان اوافغانستان كي دي پر دولتي سطح د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند په اړوند څېړنغونډي او سيمينارونه ترسره سي ترڅو د هغه د ژوند ټول اړخونه وڅېړل سي .
3 په شمالي پښتونخوا او آزاد قبائلو كي د لومړنيو ژورنالستكي خدمتونو او د لومړي انقلابي ګوند د بنسټ اېښودلو په وياړ كي دي ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند ته د جديدسياست او صحافت د بابا خطاب وركړل سي .
4 دمحنت كشو د دې سترلارښود د قربانيو په بدل كي دي پاكستان هغه د قائدمزدورپه خطاب ولمانځي چاچي خپل ژوند د سرمايه دارۍ او جاګردارۍ پر ضدپه مبارزه كي تېر كړ .
5 دپاكستان په ټولو ايالتونو كي دي په لېسو كي لوستونكو ته د جرنلزم،نړيوالواړيكو او پبلك اېډمنسټرېشن دمضامينو د ويلو زمينه برابره سي .
6 دكوټي ترڅنګ دي د ټول پاكستان په مطبوعاتي مركزونو كي د پښتو،بلوڅي،براهوي،سندهي،سرائيكي او پنجابي او انګرېزي ژورناليزم د بنسټ اېښودونكو انځورونه وځړول سي .