میا افتخار:مونږ صوبه كښې حكومت نا٬ جهاد كوو

مالک اڅکزی - کوټه | جنوري 4th, 2009


د صوبه سرحد د اطلاعاتو صوبائي وزير ميا افتخار حسېن وئيلي دي د نوي كال په پېل كښېدلو مونږ ټولو ته كلك لوظ كول پكار دي چې كركه٬ نفرت٬ نسلي بېلتون٬ پرې جنبې او مذهبي تعصب به ختموو او خپل ژوند كښې به د عدم تشدد او مينې محبت په فلسفه عمل كوو چې نړۍ كښې امن ته دوام وركړلې شي او ټول خلق په امن او آرام ژوند تېر كړېشي۔ ده اېډورډز كالج او سكول مردان كښې د مسيحي اتحاد او ډېوسس آف پشاور د سيوري لاندې د كرسمس او نوي كال رنګارنګ دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث وېنا كوله۔ همفرے سرفراز پيټر او تحصيل كونسلر الياس مسيح هم تقريرونه وكړل۔ ميا افتخار حسېن ووې حضرت عيسيٰ علېه السلام د امن٬ مينې٬ محبت او عدم تشدد خپروونكے ؤ۔ زمونږ تحريك هم د عدم تشدد په لار يون كوي۔ دا درس مونږ ته فخرافغان باچا خان راكړے دے خو څومره د دړد خبره ده چې زمونږ صوبه كښې خاص عناصرو د زور تشدد٬ كركې نفرت٬ خونړۍ ډرامه سازه كړې ده۔ جوماتونه٬ امام بارګاهونه٬ ګرجې٬ تردې چې جنازه ګاهونه هم د دوي د لاسه په امن كښې نه دي۔ مونږ صوبه كښې حكومت نا٬ جهاد كوو۔ څوك چې تشدد او نفرت خوروي دا د انسانيت دشمنان دي او د دوي هېڅ دين مذهب نشته۔ مونږ تر آخري سلګۍ پورې د امن٬ مينې محبت٬ ورورولۍ او روغې سازې د پاره هڅې هاندې كوو۔ دا پېغام به خوروو او د محبت د مقصدونو د پاره به كار كوو۔ ده مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس او نوې كال مباركي وركړله او د ملك او صوبې د پاره ئې د دوي د خدماتو ستائنه وكړه۔ پدې دستوره كښې ضلعي ناظم مردان حمايت الله مايار٬ تحصيل ناظم مردان احسان باچا٬ اے اېن پي مردان ضلعې عمومي منشي طاهر اېډووكېټ٬ ناظم يونين كونسل بغداده الحاجي همايون خلجي او د اے اېن پي ضلعي سالار ګوهر علي شاه باچا هم ناست وو۔

Copyright Larawbar 2007-2024