پښتونخواملي عوامي ګونډ پر اورګاډي د ډزو پېښه وغندله

خان زمان کاکړ | جنوري 4th, 2009


د پښتونخواملي عوامي ګونډ له اړخه پر اورګاډي د ډزو د پېښي غندنه سوې ده


 


د پښتونخواملي عوامي ګونډ له خوا په وركړل سوي خبر كي پر اورګاډي د ډزو هغه پېښه په كلكه سره غندلې ده په كوم كي چي د چمن د لېسې د پروفېسرعبدالصمداڅكزي تر څنګ  ديارلس  كسان ژوبل سوي و


 


نوموړې پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې وه چي كله له پېښور څخه كوټي ته  تلونكې اورګاډۍ ’’ كوئټه ايكسپريس ’’  له سبۍ سره نژدې د بختياراباد په سيمه كي د نامالومو وسله والو كسانو له اړخه له يو وسله وال بريد سره مخامخ سوې .


د يادوني وړ ده چي د دغې پېښي پړه بيايوې بلوڅ وسله والي ډلي  ’’ بلوڅ ريپبليكن ارمي ’’ پر غاړه اخيستې وه

Copyright Larawbar 2007-2024