کور / سياسي / دغزې لويه انساني فاجـعه او ستر جنايت

دغزې لويه انساني فاجـعه او ستر جنايت

 د فلسطين په سرنوشت د تازه لوبو پيل


بشري ټولنه د فلسطين پرمظلوم ولس باندي د اسرائيلي جنايت کارانو وحشيانه بمباري او مځکنی يرغل غندي .


نړۍ د ۲۰۰۸ کال په ورستيو ورځو کي چي په ميليونهاو انسانان د نوي عيسوي کال د رارسېدو وجشن ته تياري نيوله ، اسرائيلي صهيونيستانو او دهغوی په امريکايي وسلو سمبال هوايي ځواک  د غزې په شمال او جنوب کي دحماس پر پوځي او ملکي اډو او په غزه کي د مېشته يونيم مليون مظلومو  فلیسطينانو پر کورو او هستوګنځايو باندي  خپل  دوامداره وحشيانه هوايي بريدونه وکړه  ،  د فلسطين قهرمان ملت  يې يوځل بياپه وينو کي ولمباوه او  په غزه کي يې  لويه انساني فاجعه را مينځته کړه. 


پر غزې باندي د اسرائيلي جنايتکارانو دغه  وحشيانه او بشري ضد هوايي تهاجم  چي دا اته ورځي کيږي  ( د ډسمبر د ۲۷ مي څخه بيا تر نن د جنوری ترڅلورمي پوري ) د بېګناهو فليسطينانو په وژنه لګيا دي  په داسي حال کي دوام لري چي لا دپخوا څخه پر دغه مظلوم ملت باندي  اقتصادي محاصره هم  تپل سوې وه او دغه د انسانانو مليوني کتله عملاً   په يوه  سرخلاصي زندان کي په وږ نس  زنداني  وو.  صهيونيستانو  ددې سيمي  اړيکي  د دباندنی نړۍ سره بلکل قطع  کړي  او د خوړو اوبو،او درملو د رسېدو  لاري يې ور باندي تړلي  دي  .

دغه بر الا جنايت يوځل بيا دغه تريخ واقعيت  بربنډه کړ  چي نړۍ وال حقوق څومره  دلويو قدرتو په لاس کي د يوې بازيچې په توګه اې خوا دې خوا کارول کيږي او څرنګه دغه ځواکونه  د خپلو اهدافود تحقق د پاره ملتونه په وينو کي لمبوي  .‌ د صهيونيستي رژيم دغه پراخه او بېرحمانه حمله چي د ۱۹۶۷ راهيسي يې د خپل ماهيت له پلوه ساری نه درلود تر اوسه پوري نيژدې پنځه سوه تنه وژلي او تر درو زرو زيات کسان  يې چي په هغه کي ماشومان، ښځي او سپين ږيري هم سته  ټپيان کړي دي او پراخ مالي زيان يې هم اړولی دی . دغه تازه هوایی بمباردمان چي همدا نن ځمکنی يرغل هم ورسره شروع سو د نړۍ دعامه افکارو کرکه راپارولې   او ټولي بشري ټولني هغه په خورا شدت او خښم سره غندنه لی دی .

البته ددغه تهاجم نه مخکي د اسرائيلو  صهيونيستي رژيم  چي د امريکا پوځي ، مالي او پراخ سياسي ملاتړ ورسره دی په ظاهره د حماس لخوا د څو توغنديو ويشتل يې  بهانه کړل څو خپل دغه پراخ وحشيانه هوايي بريدو ته يو دستاوېز پيدا کړي او هغه   توجيه کاندي ، خو تردې دمخه هم  لا غزه د هغوی تر محاصرې  لاندي شپې سبا کولې . د يادولو وړ ده چي د حماس لخوا په لاس جوړ سوي ابتدايي توغندۍ چي د تيرو اتو کالو په جريان کي داسرائيلو لخوا د فلسطين په اشغال سوې خاوره کي پر اسرائيلو باندي وار سوي دي تر اوسه پوري  يوازي ۲۰ تنه  اسرائيلان وژلي دي  چي د امريکايي ارهډي او کلسټر بمو سره چي پر فليسطينانو استعماليږي هيڅ د مقايسې وړ ندي،  په داسي حال کي چي په غزه کي د اسرائيلو بمبارۍ يوازي په يوه ورځ کي درې سوه تنه فليسطينان ووژل .

اشغالګر اسرائيل څه غواړي ؟

يو نيم کال مخکي کله چي د حماس اسلامي بنسټپاله ګوند په پارلماني انتخاباتو کي برياليتوب و ګاټه او د صدراعظمي چوکۍ يې ترلاسه کړه  د حکومت رئيس  د الفتح مشر محمود عباس د خپل صلاحيت په چوکاټ کي دا حق  لاره چي نوموړی تر خپل امر لاندي راولي او لاري ته يې راواړوي او يا داچي  برطرفه يې کړي . خو د محمود عباس سره د حماس مخالفت د  فتح او حماس ترمينځ تاوتريخوالی زيات او اختلافات يې ورځ تر بلي زور اخيست، امريکا او اسرائيلو به  پر محمود عباس  پشار راووست  چي د حماس لخوا نومول سوي صدراعظم  اسمعيل هنيه  شخړه ور وشلوي. کله چي نوموړی د صدراعظمی د دندي نه ګوښه کړای سو نو حماس دغه پرېکړه و نه منل او په خپل ماجراجويانه اقدام  سره يې غزه ونيوله او د فتح د ځواکونو په مقابل کي يې سنګر ونياوه او د هغوی په ځپلو يې لاس پوري کړ . دحماس دغه اقدام ددې سبب سو چي  د ايراني آخوندانو ملاتړ تر لاسه کړي او دهغه راهيسي ايران د حماس د يوازني ملاتړکوونکي  په حيث باقي پاتي سي   .

په هغه وخت کي ډېر څېړونکي په دې باور وه چي د حماس دغه پوځي اقدام او دغزې نيول دغي  ډلي ځان  د يوې خورا لويي بندي  سره مخامخ کړ چي دغه کار  بېله  دېنه چي سياسي خودکشي  ته ورته وي  بل څه نه ځيني راوزي . دا په دې خاطر هم وو  چي د هرڅه نه مخکي  فلسطین د يوه هيواد يا  دولت په نامه اصلاً داسي څه نلرل  چي حکومتي چاري دي په لاس کي ونيسي . دبلي خوا غزه چي حماس په خپل کنټرول کي راوستله نو دهري خوا نه د اسرائيلو تر محاصرې لاندي  وه ،حتی ورځنۍ آذوقه او خواړه يې د اسرائيلو د دولت په اجازه تاوبالا کېدله . دريم داچي د حماس لخوا د غزې اشغال دې ډلي خپل ځان په لوی لاس تجريد او ان خپل هغه  نيژدې عربي متحدين  يې د لاسه ورکړه . حماس خپل ځان په يوه پېچلي او سخت موقعيت کي را کښې ايست . حماس د يوې خوا د فلسطين او اسرائيلو ترمينځ د خبرو اترو پروسه ردکړه او د اسرائيلو ختمېدل يې وغوښتله او د بلي خوا په غزه کي مجبوره سو د خپل حکومت د ساتلو د پاره  د اسرائيلو سره د اوربند د لوزنامو مراعات هم و کړي .دا يو واقعاً يوبن بست و، د شپږ مياشتني اوربند د ميعاد د ختمېدلو وروسته   حماس حيران وو  د دې بنبست نه د وتلو دپاره  بايد کومه لاره  غوره کړي ؟

آيا بيرته به د يونيم کال مخکي حالت ته ځان راګرځوي چي هغه به هم  د فتح د جنبش سره د جګړې نه بغير، شد ونلري . او که به د فتح تر چتر لاندي کار کوي او د اسرائيل او فلسطين پر سر چي هغه ظاهري نړی وال توافقات تر لاسه سوي وه د هغه و منلوته به تن ورکوي او  خپل موجوديت  به هم  دلاسه باسي . نسي کېدلای چي هم په غزه کي حکومت وکړي او هم د اسرائيلو سره پوځي کشمکش ولري . 

د سولي ، توافق او يا و يوه سازش ته د رسېدو په نامه چي کومي خبري اتري  د فتح  د مشر محمود عباس او د اسرائيلو د دولت تر مينځ رواني وې ، کله چي حماس په غزه کي وو نو هغه به د بن بسته  سره مخامخ کېدلې. دا ځکه چي د فلسطيني  سيمو يوه برخه د داسي ډلي په لاس کي وه چي د اسرائيلو امحا او د يوه اسلامي حکومت استقراريې غوښت، همدا وجه وه چي  په غزه کي  د حماس را پرزول د اسرائيلي او فلسطيني په لانجه کي، دواړوخواوو و توافق ته درسېدو مخکني شرطونه وه . اسرائيلو ان د حماس  سره   مخکني  اوربند د ميعاد د ختمېدو نه چي د مصر په مينځګړيتوب تر سره سوی وو، تلاښ يې وکړ چي  د حماس سره د غزې په محاصره کي خپل سياست پرمخ بوزي . خو دغه سياست پر ځای د دې چي حماس تر پشار لاندي راولي دفلسطین پراخي پرګنې چي په غزه کي مېشته مظلوم ولسونه دي  د وچي   ډوډۍ په پوره کولو کي حيران کړی وه   . په غزه کي د اسرائيلو جنايت کارانه او انساني ضد سياست ان تر هغه ځايه پوري پر مخ ولاړ چي   د نړۍ وال سازمانو غذايي او درملي مرستو ته يې لا هم  اجازه  نه ورکوله  چيرتر خلکو  ورسيږي .

طبيعي وه چي دغه شاني انساني ضد سياست د نړۍ د ولسو او حتی دولتو د شديد اعتراض سره مخامخ سي . خو سر اخيستی اسرائيل  ددې ټولواعتراضو په انګازو کي د يوې مستقيمي پوځي حملې بندوبست کاوه او په دې کار کي يې تقريباً د زياتره عربي دولتواو د نړۍ د لويوقدرتو سره   يوه  ضمني موافقه   هم ترلاسه کړې وه  . دا ځکه چي دغو هيوادو  د محمود عباس تر مشری لاندي د فلسطين- اسرائيل د خبرو اترو د جريان  څخه ملاتړ کاوه . دبلي خوا په سيمه کي  هغه تضادونه او د عربي هيوادو او د ايران ترمينځ مينځي کشالې، د فلسطين مسئله او خاصتاً د غزې تراډه عملاً د ايران او عربي هيوادو د زور آزمايي په يوه  ميدان باندي اړولې  وه هر يوه  هم ايران او هم عربي هيوادونه د خپل نفوذ د پراخوالي په خاطر تلاښ کاوه  د فلسطين  ديوې ډلي څخه ديپا وکي.

د ايران حاکم آخوندان د خپلو پان اسلاميستۍ  او لويي غوښتني مقاصدو  په خاطور په اول سر کي تلاښ وکړ يوه اسلام پاله  شيعه ډله د اسلامي جهاد په نامه د فلسطين د ولسي جنبش  په دننه کي  ځای کي، وروسته د هغه چي داکار يې ونکړای سو و خپلو اهدافو ته يې ورسوي  نو بيا يې د حماس د اخواني سني ډلي وملاتړ ته ملاوتړله چي تر يوه حده يې په دې و توانېدی  خپل سياسي اهداف  پرمخ بوزي او يو څه تر لاسه کړي .

لوستونکو ته به معلومه وي چي په تيره اتيايمه لسيزي کي  د حماس  علني ظهور په واقعيت کي د هغه ګډ تلاښ محصول وو چي سعودي عربستان او اسرائيلو د امريکا په ډيکټه د فلسطين د آزادي بخښونکي سازمان په دننه کي د چپ  جريان د ځپلو په خاطر  را ميدان ته کړ  او حتی د فتح تر لارښووني لاندي يې د نورو ملتپاله جريانو ضعيفه کول يې هم هدف وو . البته په هغه وخت کي   د اسلامي بنسټپالني  وده او ټينګښت او دهغوی لارويانو او ډلو نه ملاتړ  د امپرياليستي قواوو د سياست يوه برخه  وه . خو په فلسطين کي د حماس واکمني و اسرائيلو او امريکې ته هماغه نتيجه ورکړه لکه طالبانو ، القاعدې او داسي نورو چي په سوډان، مصر، اردن، ايران ، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کي ورکړه  . دياسر عرفات د مرګ نه وروسته کله چي امريکې او اسرائيلو پرېکړه وکړه د الفتح د متعادلي ډلي سره  د محمود عباس تر مشرتوب  لاندي    جوړ جاړی وکړي، نو دا هغه وخت وو چي د حماس  باقدرته تشکيلات په مستي کي وو او د مذاکرې پر پروسه يې باور نه لاره او د اسرائيلو په ختمېدو پسې يې را اخيستې وه . هغه وو چي د حماس او فتحي ترمينځ نښتي را مخته سوې او مرګ ژوبله هم پکښې راغله ،او راوروسته يې شدت  پيدا کړ .

د حماس او اسرائيلو داوربند د شپږ مياشتنۍ دورې د ختمېدو سره يوځای ، داخبره پټه نه وه چي د دوی تر مينځ به يوځل بيا پوځي اړو دوړ او تاو تريخوالی   رامينځته کيږي او خپله لمن به هري خواته  غزوي  . نه حماس و اوربند ته زړه ښه کاوه او نه هم اسرائيلانو. دواړو خواوو ديوه   او  بل و ځپلو ته خپل دلايل درلودل .

څېړونکي  پر غزې باندي د اسرائيلو په دې ظالمانه تهاجم کي څلور عمده هدفونه ويني چي نژادپرسته  اسرائيلان يې و دې نه بخښونکي بشري جنايت ته   تشويق کړل .  لومړی داچي اسرائيلي نژاد پرسته عمال  په غزه او ټوله فلسطين کي  د حماس اقتدار چي  د ډيموکراټيکو انتخاباتو دلاري پر قدرت راغلی او فکر کوي دولس آرمانونه تمثليوي ،  نور نسي  زغملاي  ځکه نو د ځان ښېګڼه يې د هغوی په   نابودۍ کي وليدله ، مسلماً چي دا يو غير واقعبينانه هدف دی . البته په دې کي شک نسته چي د اسرائيلو په جنايت کارانه حملو کي به حماس  خپل کليدي رهبران او زيات شمېر نور کدرونه د لاسه ورکړي، خو حماس يو مضبوطه  بنسټپاله سياسي تحريک دی چي تر ټولو زيات  په ټولنه کي پراخي ريښې او ملاتړکونکي لري . دا خبره  ليري ښکاري چي د حماس جنګيالان دي  د مبارزې نه لاس واخلي او ياد اسرائيلو و غوښتونو ته دي   ځان  تسليم کړي . البته ځيني دا د روزګار کرشمه بولي چي هرکله اسرائيلي حکام  په خپلو پوځي بريدو سره د حماس د تباهۍ بندوبست وکړی نو  برعکس هغه  ددې سازمان د استحکام او مضبوطه کېدو باعث و ګرځي  . 

دوهم هدف پخپله  په اسرائيلوکي  د نيژدې راتلونکي انتخاباتوپه کمپاين  پوري اړه پيداکوي . ډېر په دې باور دي چي پر غزې باندي  دغه روانه بربرمنشانه حمله په دې  نيت ترسره سوه چي ګوندي په اسرائيلو کي  دوه ګوندونه يعني «کاډیما» او «کارګر» به د بنيامین نټن یاهو تر رهبری لاندي د«لیکوډ» د ګونده سره ډغري و وهي ، کوم چي همدا اوس د هغوی نه وړاندي دی .

دريم هدف پخپله د اسرائيلو  دپوځ  داتبار په اعادې  پوري اړه لري . کله چي د ۲۰۰۶ کال په اوړي کي د اسرائيلو پوځ  په لبنان باندي حمله وکړه او په هغه کي يې شرمناکه او تاريخي  ماتې وخوړه نو اسرائيلي قوواو د داسي يوه فرصت په لټه کي وو چي و نړۍ والي ټولني ته وښيي د حماس را پرځول به هغوی ته د اوړو يوه پزه کښيږدي . هغوی به په دې کار تلاښ وکړي  خپله دلاسه تللې آبرو بيرته ترلاسه کي .

او په پای کي داچي حماس اود الفتح آزادي بخښونکی سازمان، د محمود عباس د فلسطین د خودګردانه حکومت د رياست پر انتها باندي چي دهمدې نوي کال د جنوري پر نهمه نيټه پای ته رسيږي و يوې ګډي لوزنامې ته و نه رسېدل . ددې حملې د اهدافو څخه يو هم دادی چي  محمود عباس چي عام خلک يې د امريکا او اسرائيلو يو لاسپوڅی ګوډاګی ګڼي،  د يو څه مودې دپاره نور هم پر قدرت باندي پاتي سي او ددې سره جوخت، حماس به  هم هغومره ضعيفه سي چي د نوموړي پرضد په دې و نه توانيږي خپل ملاتړکونکي د هغه  پرضد را وپاروي .

که حماس ماتي و خوري نو څه به کيږي ؟

ډير دا پوښتنه کوي که د حماس  کمبله ټوله سي نو دغزې او فلسطين د غمځپلي ولس سرنوشت به څه کيږي، هغه مظلوم ولس چي په دې څومياشتو کي داسرائيلو د محاصرې په وجه د لوږي اومرګ سره  لاس اوګرېوان وو  اوس هم د هغوی دوحشيانه او جنايت کارانه بمباريو او مځکنی توپخانو لاندي په وينو کي لمبيږي ؟ 

که څه هم داسرائيلو  راتلونکي پوځي اقدامات په ابهام کي دي ، خو داسي معلوميږي چي څه ناڅه د يوې لنډي مودې دپاره به وضعه خواشينونکې وي . ليکن داخبره جوته ده چي اسرائيل د اقتصادي اوسياسي پلوه په داسي موقعيت کي ندی چي  غزه دي بيا تر خپل تسلط لاندي را ولي .اګرچه دا شپېته کاله کيږي فلسطينان په خپله خاوره کي د اسرائيلي اشغالګرو لخوا د سر په کاسه کي اوبه چښي، په وينو کي لمبيږي، دلته د امريکا لخوا يوه ډېره پليته بازي  را شروع ده . خو څوک نه پوهيږي دغه بازي به ترکومه  دوام کوي؟ څو ورځي مخکي ايهود بارک د اسرائيلو د جنګ وزير د فاکس نيوز سره په خبرو کي وويل چي « زموږ خيال دادی چي په دې جګړه به ددې بازۍ قواعدو ته  بېخکي بدلون ورکړو» دا خبره دا معنی ورکوي چي اسرائيل به په ډېري خطرناکه لوبي لاس پوري کړی وي . خو د بازۍ قواعد هيڅکله هم بدلون نه خوري بلکه يوازي د بازۍ شکل تر پخوا خطرناکه کيږي . 

که حالات تر بد بدتره سي او د اسرائيلو پوځ غزه اشغال او يا هغه د فتح و جناح ته تسليم کړي نو په هغه وخت کي به يوه اوږد مهاله جګړه په خپله د فلیسطينانو په مينځ کي را شروع کړي  او د اسرائيلو د بمباريو دوام  به ددې جګړو يو بل اړخ وي . په هغه وخت کي به اسرائيل تلاښ وکړي  اوضاع  د خپلو پراختيا غوښتونکو او اشغالګرانه اهدافو په خدمت کي را ولي او دهغه څخه به ګټه واخلي . خو ددې سيمي د تيري  نيمي پېړۍ تجربو ښودلې ده چي  ترهغه چي دفلسطين روا داعيه حل نسي، اسرائيل به د آرامي ګوله تر ستوني تيره نکړي .

څرنګه چي داسرائيلو  دولتي بنياد پر يهوديت او په تاريخي مځکنيو ادعاګانو باندي بنا دی، نو غير له زور ، مبارزې او مقاومت نه  په بله ژبه نه پوهيږي او د شرايطو په منلوسره   هيڅکله هم دېته نه حاضريږي چي د خپلو ادعاګانو او صهيونيستي مذهبي عقايدو نه لاس واخلي  . اسرائيل چي تر داوسه پوري هم کله  دېته اړ سوی دی چي د فلسطين د اشغالي سيمو ځيني برخي پرېږدي  نو هغه يې يوازي  د فلسطين دخلکو د مقاومت او مبارزې په نتيجه کي کړي دي .  هغه څه چي همدا اوس يې  تر خپل تسلط لاندي دي هغه به هم  په داسي ساده ګۍ سره  خوشي نکړي . همدا وجه ده چي کلونه کلونه په خبرو اترو کي تيرسي خو په پای کي به يې  بنده او د مذاکرې ماته به يې پاېله وي . 

د فلسطين ـ  اسرائيلو د لانجې و حل ته هيڅ يوه داسي عاجله او فوري لاره غير له دېنه چي غاصب اسرائيلي رژيم د فلسطين  اشغال سوې خاوره پريږدي او د فلسطين  پر مظلوم  ملت باندي د ظلم ، ستم، بمباريو او ټولوژني نه لاس  واخلي او خپل  جناياتو ته دي چي دبشريت پر لمن يو خورالوی داغ دی، خاتمه ورکړي .
 

اخځونه :

فلسطينيانو  ولي حماس ته رايه ورکړه،  زما تحليلي ليکنه چي په ۱۲/۲/۲۰۰۶   خپره سوې ده .
د اسټرليا داې بي سي ،د ټايمزآف اينډيا، اېشين اېج او دنيا خپروني .