کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / عبدالخالق فراهي چا وتښتولو؟ تښتوونکي څه غواړي؟ولې پر مخ تګ نه کيږي؟

عبدالخالق فراهي چا وتښتولو؟ تښتوونکي څه غواړي؟ولې پر مخ تګ نه کيږي؟

په پاکستان کې دافغانستان د تښتول شوي سفيرحاجي عبدالخالق فراهي سباوون لا هم روښانه نه دى، په  داسې حال کې چې د هغه په تښتول کيدو، درې نيمې مياشتې اوړي .په دې اړه د پاکستان د سرحد ايالت د   پوليسو مشران په وار وار سره وايي چې دوى خپلې هڅې کوي خوځيني خلک دوى تورنوي چې دافغانستان د ډيپلوماټ د موندلو لپاره رغنده ګامونه نه اخلي .

  دځينو خلکو په اند ښاغلى فراهي دافغانستان او پاکستان دسياسي اړيکو د خرابوالي ښکار ګر ځيدلى دى .ځکه نوموړى د لراوبر د افغانانو د نزدې کيدو غوښتونکى و او په دې اړه يې جدي هلې ځلې پيل کړې وې چې دا کار د پاکستان د حکومت او استخباراتي ادارې په سترګو کې دازغو چوښول واو هم دا راز په افغانستان کې د اوسني حکومت ځيني چارواکي هم دفراهي په دې کار خوښ نه و .

هم دارازپه پاکستان او افغانستان کې يوشمير خبريالان داسې هم وايي چې اسلام اباد ، پېښور ، کويټه او کراچۍ کې د افغانستان رسمي د فترونه ، خپل کره لاس ته راوړي معلومات ددوى سره نه شريکوي . په داسې حال کې چې پېښور کې دايران ډيپلوماټ هم تښتول شوى چې په اړه يې د ايران سفارت او قونصلګرۍ وخت په وخت معلومات خپروي .  

يوپخوانى افغان ډيپلوماټ وايي خبره داسې ګونګه هم نه ده ، د ښاغلي فراهي د خلاصولو لپاره هلې ځلې روانې دي ،هغه ژوندى دى ،خبرې ورسره شوي او د هغه تښتوونکي د بنديانو تبادله او پيسې غواړي .خو نوموړى ډيپلوماټ نه غواړي د هغه نوم رابر څيره شي .

دسرحد ايالت د پوليسو مشرملک نويد وايي دوى د يو ګاونډي هيواد مهم کس په دې وروستيو کې نيولى چې هغه ددې خبرې اعتراف کړى چې دافغانستان او ايران د ډيپلوماټانو په تښتولو کې ددوى ډله لاس لري .خو ملک وايي ددوى پوليس هغو سيمو ته لاس رسى نه لري چيرته چې فراهي او عطارزاده ساتل شوي دي .

په پاکستان کې اوسيدونکي ځيني افغان کډوال وايي دوى د ښاغلي فراهي د برخليک په اړوند اندېښمن دي او د افغانستان چارواکو ته پکار دي چې ( خپله ناغيړي دې پرېږدي ) او د پاکستان د حکومت سره دې د عبدالخالق فراهي په اړوند جدي خبرې وکړي . 



 

تبصره نسته

  1. حاجي عبدالخالق فراهي یو داسې سیاسي اجتماعي شخصیت دی چې افغان ولس یې شتون دسولې لور ته د پرمختګ وسیله بولي . دواړه افغان او پاکستاني حکومتونه باید دحاجي صاحب د خلاصون لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي .
    حاجي صاحب د پښتون ولس یو داسې خدمتګار دی چې په سیمه کې د ثبات په راوستلو کې اغیزمن رول لوبولی شي.
    دده جهادي سابقې او سیاسي خدمتونو ته چې وکتل شي نو سړی ویلی شي چې حاجي صاحب فراهي تل هڅه کړې ده چې په سیمه کې د شته ناکراریو له اور ه خلکو ته د خلاصون لار پیدا کړي.
    ده له هیچاسره بدبیني نه درلوده اوغواړي چې ټول خلک ارامه او سوکاله وي.
    نو زموږ هیله او دعا داده چې دپښتنو دغه دروند مشر ژر تر ژره را خوشې او خپل ولس سره یوځای.
    دواړه افغان او پاکستاني حکومتونه دې د حاجي صاحب فراهي په خوشې کولو کې چټک ګامونه واخلي او ولس ته دې ډاډ ورکړي.

  2. Thanks to Mr. Gul Jan Safi for raising this important issue.
    It is very sad that both Pakistan and Afghanistan governments are failed in the recovery of Afghan diplomat despite of passing several months time. Both governments are not doing enough for the release of Mr. Haji Abdul Khaliq Farahi . We Afghans in upper and lower Pukhtunkhawa demand that both governments should take serious action for the recovery of Mr. Farahi and we also appeal to the kidnappers to release Mr. Farahi with honour.

  3. It is a wake up call for all of us. I believe that Mr. Farahi is a diplomat, and it is improtant that the Afghan government will speed up the efforts for his release. Mr. Farahi is well respected in the Afghan community, and his absence is felt everywhere.