کور / تازه خبرونه / پېښور کې په بارودو ډکه لارۍ ونيول شوه

پېښور کې په بارودو ډکه لارۍ ونيول شوه

دپېښور ښار د پوليسو مامورين وايي په بارودو ډکه يوه لارۍ يې نيولې چې څلور سوه کلو ګرامه بارود پکې ځاى پر ځاى شوي وو .دا لارۍ د خيبر درې نه پېښور ته روانه وه او اوه کسان چې اټکل کيږي طالبان به وي هم پکې سپاره وو .دپوليسو منابع وايي داسې ښکاري چې وران کارو غوښتل د محرم په ورځو کې په پېښور ښار کې کومه لويه چاودنه وکړي ، خو په خپل هوډ کې بريالي نه شول .د محرم د پيليدو سره سم که له يوې خوا په خيبر دره کې عمليات روان دي نو له بله پلوه د پېښور ښار هم د پوليسو له خوا پوښل شوى دى .پنځه زره پوليس د ښار د امنيت د ساتلو لپاره موظف شوي دي .په پاکستان کې د محرم په حساسو ورځو کې تل د ځان مرګو بريدونو او د بمي چاودنو ويره ليدل کيږي .