کور / تازه خبرونه / مکرجی:دممبئ دپیښې اسناد مو پاکستان ته سپارلی

مکرجی:دممبئ دپیښې اسناد مو پاکستان ته سپارلی

 دهند دبهرنیو چارو وزیر پرناب مکر جي د خپلی وروستې ویناپه ترځ کې ویلي چې دممبئ دپیښی په اړه یې یو شمیر اسناد پاکستان ته سېارلی ،دده په وینا په دغو اسنادو کې داسی شواهد راټول شوی چې داپه ګوته کوی چې دممبئ په پیښه کې هغه کسان لاس لری کوم چې اوس هم په باکستان کې میشت دي

مکھرجی


 

 دده په وینا دوی  دې ته چمتو دی چې دا شواهد نورهیوادنو ته هم وسپاری ، مکرجی وایې اوس پاکستان هیڅ راز بهانه دمشکوکو کسانو په ورسپارلو کې نشی کولی ،که څه هم پرغزې داسرائیلو دبرید راوسته دهند او پاکستان موضوع دخلکو داذهانوڅخه یو څه لری شوی خو په هرحال اوس هم ددغه دواړو هیوادونو ترمنځ وضیت عادي حالت ته نه دی راغلي