ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د یو امریکايې قومندان په حواله لیکلي دي چې امریکا نشي کولې د عراق تکتیکونه په افغانستان کې پلې کړي.
ورځپاڼه د موضوع په دوام د جنرال پترانوس په نقل لیکي له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو په ګډون طرحه باید د افغانستان طرحه وي نه د ایتلافي ځواکونو.
په ورځپاڼه کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د افغانستان د مرستو زیاته برخه وهل کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم په غزې د اسرائیلو هوايې او ځمکنۍ حمله څیړلې او لیکلي دي چې غزه د صبرا او شتیلا د غمیزې بله کړۍ ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانانو سره د بهرنیو مرستو د ویش مسله راغستې او لیکلي دي چې دا کار باید په عادلانه توګه ترسره شي.
ورخباڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د عامې روغتیا د وزیر په حواله لیکلي دي چې د انجیو ګانو بې پروايي د زغم وړ نده.
ورځپاڼې په یو مطلب کې په هیواد کې جرمي پیښې څیړلي او لیکلي دي چې د جرمونو د مخنیوي لپاره د درې ګونو قواو ترمنځ د هم غږۍ اړتیا ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد چې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه دې لیکلي دي که څوک غواړي چې د یو ولایت د امنیې قومندان شي نو باید یو لک ډالره رشوت ورکړي.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان ته د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري سفر د دویم ځل لپاره وځنډول شو.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي دي چې ټاکل شوې وه چې دا سفر د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې وشي خو اوس د نا معلوم وخت لپاره ځنډول شوې دې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د هیواد د کورنیو چارو د پخواني وزیر د تاج محمد وردک په حواله لیکلي دي چې د سردار محمد داؤد خان د مړي موندل واقعت نلري.
ورځپاڼې د نوموړي په نقل وړاندې لیکلي دي هغه کس چې ځان يې د سردار محمد داؤد خان لمسې معرفي کړې غواړي پدې پلمه د سردار محمد داؤد خان جایدادونه خرڅ کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملي ټلویزیون په خپرونو تبصره کړې او پوښتلي دي چې ایا د هغې خپرونې د ملي ګټو پر بنسټ دي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د هیواد د بزګرانو په اړتیاو تبصره کړې او لیکلي دي چې د واورې وروستیو ورښتونو د چکالیو د له منځه تلو هیلې زیاتې کړیدي.
خو اصلاح بیا د نیمروز ولایت په خلکو د څښاک د اوبو د بندلو لپاره د ایراني چارواکو په پریکړې تبصره کړې او هغه يې غندلې ده.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د جنرال پتروس په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان جنګ اوږد مهاله ژمنو ته اړتیا لري.
دې ورخباڼې هم پخپله سرمقاله کې د غزې په تړانګه د اسرائیلو حملو ته په اشارې د اسلامي هیوادونو بې حالي او بې خیالي څیړلې ده.
او ورخپاڼې به یو بل مطلب کې بیا هم په کابل ښار کې د ترافیکي موانعو د جوړولو مسله راغستې او لیکلي دي چې دې کار خلک په تنګ کړیدي.