د ټولبخښني په بدل كې د جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان سوى

خان زمان کاکړ | جنوري 5th, 2009


د پاكستاني دولت له اړخه په بلوچستان كې د ټولبخښنې  او دبلوڅ  وسله والو له خوا د جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان سوى دى


 


د مالوماتو له مخي د پاكستان د مركزي دولت له اړخه په بلوچستان ايالت كي د دولت پر ضد د جنګېدلو خلكو دپاره د ټولبخښنې او له خوابدو ډلو او كسانو سره د خبرو اترو كولو اعلان سوى دى .


 


د هغه په مقابل كي  دبلوڅ  وسله والو ډلوله خوا د پاكستاني دولت پر ضد د جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان سوى دى .


 


د دغو ډلو له اړخه له ناڅرګند ځاي څخه د ټليفون پر كرښه مطبوعاتو ته ويل سوي چي ګواكې دوي نور د دولت پر ضد د يو كال مخكي اعلان سوې جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان كوي او هر وخت او هر ځاي چې نوبت په لاس ورسي نوبه يې له لاسه ورنكړي .


هغوي زياته كړې چې موږ  په دې خاطر د جنګ بندۍ اعلان كړى و چي د پاكستان پوځ د بلوڅ قام له ټول وژني څخه لاس واخلي او د دوي د شتمنيو د لوټلو كار پرېږدي خو د هغوي په وينا دښمن ياني پاكستان و دې دواړو كارونو ته په هم هغه ډول دوام وركړى دى .

هغوي له خپله لورې د جنګ بندۍ د ختمېدو د اعلان لامل هم دغه په ډاګه كړى دى .

Copyright Larawbar 2007-2024