کور / سپورټي / مطالعه نو ې ځوانې نجوڼې ډنګروي

مطالعه نو ې ځوانې نجوڼې ډنګروي

یوې څیړنې په امریکا کې ثابته کړې چې د اغیزناکو داستانونو لوستل دنویو ځوانو نجوڼو وزن کموي .
دغه څیړنه ټینګار کوي چې د رواني هڅونو یوه ټولګه کولای شي چې د نویو ځوانو نجوڼو لپاره د وزن د کمښت لامل وګرځي .
نوموړې څیړنه چې ډیری له ۹ تر ۱۲ کلونو نجوڼو په کې راغلي هڅه په کې شوې چې په دو ډلو وویشل شي او لوست (مطالعه) په کې وه ارزوي .
په څیړنه کې دوه داستانونه چې یو یې دیوې چاغې نجلۍ ستونزې او بل یې دیوه مناسب اندام نجلۍ ژوند په کې انځور شوی او همدا شان د هغوی ژوند په کې پرتله شوی ورکړل شوي .
دغې څیړنې ښودلې هغو نجوڼو چې د چاغې نجلۍ داستان لوستی وه نظر دویمې ډلې ته یې په وزن کې له ۶ میاشتو وروسته کمښت راغلی وه .
ددغې څیړنې موخه دا وه چې د د امریکا په ۳۱ ایالتونو کې هغو ځوانانو ته چې وزن یې ډیر ده یوه هڅوونکی خبر شي تر څو ځانونه ډنګر کړي.