په اروزګان کې اسټرالیايي سرتیری وژل شوی.
د اسټرالیا ددفاع وزارت منلې چې د افغانستان په سویل کې د اروزګان په ولایت کې ددغه هیواد یو سرتیری تېره ورځ له غرمې وروسته د وسلوالو طالبانو د هغه راکټ د ویشتلو وروسته چې اسټرالیايي ځواکونو په نظامي اډې یې توغولی وو وژل شوی.
د اسټرالیا لومړي وزیر کیون رډ په سیډني کې خبریالانو ته ویلي چې جګړه په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مهمه جګړه ده.
ددغه سرتیري د وژل کېدو سره د اسټرالیا دا اتیاووم سرتیری دی چې وژل کیږي.
اسټرالیا د نړیوالو ځواکونو په لیکه کې ۱۰۰۰ سرتیري لري چې له ۲۰۰۱ کال وروسته په اروزګان کې میشت دي.