کور / تازه خبرونه / په وزيرستان کې ٢ افغانان او ١ قبايل د جاسوسۍ په تور ووژل شول

په وزيرستان کې ٢ افغانان او ١ قبايل د جاسوسۍ په تور ووژل شول

په پاکستان کې د دوو افغانانو په ګډون در ې کسان نن امريکايانو ته دجاسوسۍ په تور ووژل شول .داکسان د افغانستان پولې ته نږدې د شمالي وزيرستان په ( نورک ) سيمه کې ددوشنبې په سهار ووژل شول .


وسله وال طالبان ادعا کوي چې يوشمير کسان په قبايلي سيمو کې ددوى د شتون په اړه امريکايانو ته معلومات ورکوي چې دوى ددې کار سزا مرګ بولي .


په تيرو څو کلونو کې څو سوه ځايي قبايل او او افغان کډوال د طالبانو له خوا په ورته تور وژل شوي دي .امريکايان هيڅ کله نه تائيدوي چې ګواکې ددوى کوم جاسوس په وزيرستان يا نورو قبايلي سيمو کې وژل شوى دى .


دادرې کسان په داسې وخت کې وژل شوي چې دامريکا د باندنيو چارو مرستيال وزير ر چرډ باوچر هم په يوورځني سفر اسلام اباد ته راغلى .يو شمير قبايلي مشران وايي پاکستان بايد د امريکايي مقام سره په دې اړوند خبرې وکړي