غېرت یعنې څه؟


غېرت چې خوشال خټک ورته ننګ ویلی دی او د مغل د بند څخه د راخلاصیدو وروسته ښکاره اعلان کړی دی چې د افغان په ننګ یې توره تړلی،شاید ددغه وخته ددې ټکي کارول پیل شو،خو ځیني پوهان بیا په دې اند دي چې څومره پښتانه زاړه دي هومره غېرت او ننګ زوړ دی
لوستونکو،کله هم تاسو په دې خبره فکر کړی دی چې اخر دا غېرت دی څه شی؟ غېرت یعنې څه؟
ما پخپله څو کال د مخه دې خبرې ته فکروشوې دی او د پښتنو د مختلفو قبیلو د خلقو نظر مې په دې اړه پوښتلی دی ، زړه پورې خبره دا مخ ته راغلی ده چې څومره څومره مې پوښتلي هومره هومره د غېرت ټکي په مانا او تعریف کې دومره تعریفونه راته خلقو کړي دي چې تقریبا ټول د یو بل سره نزدیوالي لا څه د یو بل بیخي برعکس شوي دي ،د هرې سېمې د غېرت ټکي دپاره جدا جدا مانې او تعریفونو د غېرت د اصلي مجسمې په څنګ کې دومره نور بتان تراشلي دي چې اصلي غېرت بیچاره پکې داسې ورک دی چې زیرک سړی یې هم په اسانه نشي موندلی
د غېرت زیاتره تعریفونه د مېرمنو او تربورانو سره د سلوک په اړه دي ،یعنې بدلمنې مېرمنې وژل ،دوژلي  ورور بدل اخیستل غېرت دی،خو چې کله ماته چا د غېرت دغه مانا کړی ده ،ماترې پوښتلي دي چې دا خو یوازې غېرت نه بلکې د دین اسلام حکم هم دی ،نو بیا راته خلقو ویلي دي چې غېرت او اسلام یو شی دی ـ
که غېرت او اسلام یو شی کړو نو بیا په ځینو سېمو کې دغه غېرت اسلام ته مخامخ مورچه نیولی ده،لکه د مثال په ډول خور او لور ته په میراث کې برخه ورکول زیاتره پښتانه بې غیرتي ګڼي ،دغه شان د ښځو په تعلیم بندیزونه لګول،مېرمنې ناحقه وهل ټکول،په وړوکي شک ښځه وژل نور او نور پښتانه غېرت ګڼي
ددې نه علاوه غېرت یو بل تعریف هم لري ،که څه هم دا تعریف لږ سیاسي غوندې دی خو بیا هم د توجه وړ دی ،لکه د بېلګې په ډول
نښتر چپه کول،د تاریخي بودا مجسمه ړنګول،غېر پښتنې پېغلې داینزو په نامه په پنجاب خرڅول،د دین په نامه خپل وطن د ګاونډی هیوادونو یو بل ایالت جوړول،د میلمنو سره دومره ،،ښه،، سلوک کول چې د هغې مېلمه پالنې له وجې که ددوۍ د وطن پېغلې په دیار غېر کې خېرات وغواړي او یا هم خپل وجود په یو موټي چڼو خرڅ کړي ،د جاسوسانو په نوم د خپل قام ځوانان په پڅو چاړو حلالول،ښوونځي سوزول،د کافر د لاسه جوړ کړی شوي سرکونه په بمونو الوزول،او په ځانمرګو بریدونو د ،،شمالیانو،، د غوښو پوټي پوټي کول غېرت دی
زه ددې ټولو تعریفونو سره اختلاف نه کوم ،خو ددومره لیک مقصد مې دادی چې پښتانه پوهان ،ژورنالستان،عالمان،ملایان،مفتیان دې راپاڅي او نور دې دا بحثونه پریږدي چې پټه خزانه اصلي ده که جعلي یا قاتي ملح حلال دی که حرام   ،بس دومره دې وکړي چې د ،،غېرت،، په یو داسې تعریف سره موافق شي چې د ټولو پښتنو پرې آمین شي ـ