دوې سندرې

عظیم ممتاز | دسمبر 13th, 2007


 


غزل1


ښكلې ده دنيا مګر بې تا زندګي سخته ده
دلته ګڼه ګوڼه كې تنها زندګي سخته ده


برګ اسمان په قهر دى پر مځكه هيڅوك نه لرو
سخته ده جانانه په ولا زندګي سخته ده


نه لرم طاقت د وصل، نه منم بېلتون د يار
هر لورته چې وي ګرانه زما زندګي سخته ده


دامنم د لمر له راختو سره به ته راشې
دا خو هم منه چې تر سبا زندګي سخته ده


دلته ايينې د كاڼو پښو كې دي ذرې ذرې
دې ښار كې زما ښكلې اشنا زندګي سخته ده


ګرانې! كه جرس در څخه لرې شو يوازې شوې
ته به هم بيا وايې چې رښتيا زندګي سخته ده


احسان  الله جرس
يكشنبه
09/12/2007


******


غزل2
دا چې به راتله اكثر
ستوري رالوېده اكثر
تل به وم ګلاب ،ګلاب
تا چې راكاته اكثر
دوې سترګې مې سرې اكثر
دوه لاسه يې سره اكثر
مرګ ته وي د ورور تيار
جنګ كړي پښتانه اكثر
ستا پر بام په غلا كتل
ماته يادېده اكثر
لږ اورم د (هو) جواب
اورمه يې( نه) اكثر
دا جرس ملنګ دى بس
ګرځي چې ساده اكثر

Copyright Larawbar 2007-2024