پکتياوال: تيره شپه مو ١٤موټره او پنځه غله نيولي دي
دکابل دامنيه قوماندانۍ پوليس وايې چې پنځه تنه داسې غله يې نيولي چه دښار له بيلابيلو سيمو څخه يې ١٤ تيزرفتاره موټر غلاکړي وو .
دکابل دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو ريس جنرا ل عليشاه پکتياوال وايې چې دغه کسانو کې زياتره هغه کسان دي چې وړاندې يې له دوي سره جرمي مخينه لرله .
هغه وويل چې دغه کسان يې په نظارتخانه کې اچولي خودقانونيوخت له پوره کيدو سره سم به څارنوالۍ ته وسپاري .
جنرا ل پکتياوال وايې چې په کابل ښار کي د موټرو غلې زياتې شوې دي اوپه همدې موخه يې عمليات پيل کړي دي اودروانې اونۍ راهيسي يې د٢٠نه زيات موټر نيولي دي .