باوچر.د ممبۍ په حملو کې دپاکستان خاوره استعمال شوی ده
52
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رچرډ باوچر ویلي دي چې د ممبۍ په بریدونو کې د پاکستان خاوره او د ځینو کړیو تماسونه کارول شوي دي ،اسلام اباد کې د خبریالانو سره د خبرو په مهال نوموړي وویل چې کومې کړۍ په دغو بریدونو کې لاس لري نو هغوي ته به سزا د پاکستان حکومت پخپله ورکوي،رچرډ باوچر زیاته کړه چې پاکستان د ممبۍ حملو په تحقیقاتو کې د زړه د اخلاصه مرسته کوي ،او شاید هغه خلق د ممبۍ په حملو کې ککړ وي کوم چې اوس مهال د پاکستاني ادارو سره په تحویل کې دي