زرداري سبا کابل ته ځي
ټاکل سوې ده چي سبا به د پاکستان جمهور رئيس آصف علي زرداري کابل ته په يوه رسمي سفر ولاړ سي.
انډيا ټايمز د يوه پاکستاني چارواکي له خولې خبر ورکړ، چي زرداري به په کابل کي يوه ورځ پاته سي او له افغان جمهور رئيس حامد کرزي او نورو لوړ پوړو مشرانو سره به وګوري.
د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي وايي تمه ده چي کابل ته به د زرداري سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړيکو په ټينګښت د پام وړ بدلون رامنځته کړي او دغه دواړه هيوادونه به د تروريزم خلاف جنګ کي له يوه او بل سره همکارۍ او ته وهڅوي.
د پاکستان د جمهور رئيس آصف علي زرداري سفر د ډسمبر په مياشت کي پلان سوى و، خو په پاکستان کي د داخلي ګډوډيو او له هند سره د جګړې له بيري وځنډول سو.