کور / تازه خبرونه / كوټه : ناپېژاندو وسله والو دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان كړي

كوټه : ناپېژاندو وسله والو دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان كړي

د كوټي د ښار پر كراني واټ باندي د زنګۍ نالې په سيمه كې د ناپېژاندو وسله والو كسانو له اړخه په ډزو كې دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان سوي دي


دجنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د  كراني واټ  د زنګۍ نالې په سيمه كې د ناپېژاندو وسله والو كسانوچې پر موټرسائكل سپاره وه له اړخه ډزي سوي او د دوو لارويو د وژلو ترڅنګ يې يوه مېرمن او د هغې ماشوم هم ټپي كړي دي .

ويل كيږي چي بريدكونكي په تېښته بريالي سوي او د سيمي خلكو مړي د هغوي خپلوانو او ټپيان د بولان روغتيايي لېسې روغتون ته رسولي دي .