پښتونخواملي عوامي ګوندد اسرائيل دظلم دمخنيوي غوښتنه كړې

خان زمان کاکړ | جنوري 6th, 2009


پښتونخواملي عوامي ګوندله نړيوالو څخه د اسرائيل له خواد فلسطين پر اولس دظلم دمخنيوي غوښتنه كړې


 


دپښتونخواملي عوامي ګوند له مركزي دفتر څخه په وركړل سوي خبرپاڼه كي  د اسرائيل له خواد فلسطين پر اولس دظلم او تېري په سختو ټكو سره غندنه سوې او له نړيوالو څخه د اسرائيل د دې جبر  دمخنيوي غوښتنه سوې ده . 


په خبرپاڼه كې ويل سوي دي چې د فلسطين خپلواكي ملګرو ملتونو منلې او اعلان كړې ده او د ده فلسطيني اولس حق دى .

د خبرپاڼي په وينا بايد چې د نړۍ جمهوري قوتونه داسرائيل د جارحيت د مخنيوي دپاره ګامونه پورته كړي .په خبرپاڼه كي له اسرائيل سره د مرستي په تور كې پر امريكا هم كلك ګوزارونه سوي او د هغوي دا كار يې دانسانيت او جمهوريت پر ضد بللى .

Copyright Larawbar 2007-2024