کور / تازه خبرونه / من موهن سنگ:پاكستان دترهگرو ځاله ده

من موهن سنگ:پاكستان دترهگرو ځاله ده

  دهندلمړئ وزير من موهن سنگ په نوى ډهلي كې د هغه هيواد دكابينې وزيرانو ته په وينا كې همدا اوس  وويل چې پاكستان په لوى لاس جنگياليوته زمينه برابروي ترڅو په گاونډيوو هيوادنو كې خرابي وكړي،دده په وينا دممبئ دپيښي پوره شواهد يې پاكستان او ځينو نور هيوادنو ته سپارلي تر څو پاكستان بيا دمشكوكو كسانوپر ورسپارلو كې بهاني ونكړي ، سنگه وايې پر ممبئ بريدونه چي په ترځ كې يي څه كم دوه سوه تنه ووژل شول په پاكستان كې ميشت دلشكر طيبه گوند له خوا تنظيم شوي وو، دده په وينا كه چيري پاكستان ددوي سره دشواهدو دترلاسه كولو  وروسته هم همكاري ونكړي اووهغه كسان چې دوي يي غواړي او دم گړي په پاكستان كې دي دوي ته ونه سپاري هند په هر ډول عمل لاس پوري كولي شي   ،