کور / خبرتیا او پيغامونه / دلمن جریدې پرله پسې درېیمه ګڼه چاپ شوه

دلمن جریدې پرله پسې درېیمه ګڼه چاپ شوه

د (( لمن)) په نوم دمياشتنۍ ادبي او كلتوري جرېدې پرله پسې درېیمه ګڼه په ښكلي ډيزاين، او ښه صحافت له چاپ راووته .


په دغه تازه ګڼه کې دلوستونکودعلاقې وړ بیلابیل ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره شوي دي.


په لمن كې د ښاغلو نذير احمد سهار،پوهنيار محمدابراهيم همكار، عبدالرحيم دادووال،خالد هادي، محمدنبي صلاحي، فضل ولي ناګار، او داسې نورو ليكنې راغلې دي.


د لمن د امتياز څښتن او مسول مدير ښاغلى فضل غني حقمل او مرستيال يې محمد آصف شينوارى دى.


لمن په ۱۲مخونوکې له کابل څخه خپرېږي اولوستونکی کولای شي دغه جریده دانټرنټ له لارې هم وګوري .
درانه ليکوال او لوستونکي کولاى شي چې په (( لمن)) کې د خپلو ليکنو او مطالبو د خپرېدو لپاره په لاندي پته اړیکې ونيسي


برېښناليك:


Laman_kabul@yahoo.com


وېب پاڼه :


www.tolafghan.com/laman