کور / تازه خبرونه / په خوست کي څلور طالبان وژل شويدي

په خوست کي څلور طالبان وژل شويدي


   د خوست ولايت  دسپرې په ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د پوليسو په رينجر موټر کي څلورتنه  وسله وال طالبان وژلي دي
دسپري ولسوال حسن جان شيرزی وايي  چې داپيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي يادو کسانو غوښتل دخوست له لاري د ډيورنډ پولي ته څيرمه جنوبي وزيرستان ته د پوليسو رينجر موټر واړوي خو د دولتي ځواکونو لخوا پرې ډزې وشوي چي په پايله کې څلور طالبان ووژل شول
 شيرزی زياتوي  داسي ګومان کيږي چي دا هغه موټر دي چي څو ورځي وړاندي  وسله والو طالبانو دخوست ولايت د عليشيرو ولسوالي د دوو پوليسو د وژل کيدو وروسته له ځان سره بيولي وو
بل خوا خوست والي د يوې خبري ناستې پر مهال ژورناليستانو ته وويل چي په ياده پيښه کي د طالبانو يو مشهور قوماندان هم شامل دي خو دا يي ونه ويل چي ياد شوی قوماندان څه نوميږي
 د يو بل خبر له مخې د چهار شنبې په سهار وسله والو طالبانو د خوست په لکڼو  سيمه کي د ولايتي قواو دوه تنه عسکر وژلي دي او دودی رينجر موټر يي هم په پشپړډول ويجاړ کړيدي


دخوست ولايت د امنيې قومانداني وياند سمونوال وزير بادشاه وايي په پيښه کي دوه عسکر وژل شويدي او نور کوم زيان نلري  
 خو بل خود طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد زياتوي چي په پيښه کي شپږ عسکر وژل شويدي
 په خوست کې دا پيښې په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي خوست والي نن د قومونو په  يوه لويه جوړه شوي غونډه کې وويل چي تر ډيره بريده په خوست کې د امنيت په برخه کې کومه ستونزه نشته