لومړني تحقیقات نه مالومه شوه چې اجمل قصاب پاکستانی دی

52 | جنوري 7th, 2009


د ممبۍ په دوه هوټلونو د بریدونو په لړ کې یوازیني ژوندي نیول شوي زلمی اجمل قصاب په اړه د پاکستان دننه دلوړ پوړو ادارو ترمنځ  موجود تضاد په مهال د پاکستان جیو تیلویزون  د سرکاري سرچینو په حواله خبر وکړی دی چې اجمل قصاب پاکستانی دی ۓ او دا چې قصاب جنایت کړی دی نو ځکه پاکستان هغې ته هیڅ قسم  سفارتي مراعات نه ورکوي

په دې موقع د پاکستان خارجه وزارت خبر وکړی دی چې د هند له لوري دوي ته ورکړل شویو شواهدو باندې اوس غور روان دی او د اجمل د پاکستاني او یا نه پاکستاني په اړه اوس څه ویل به د وخت نه مخکې خبره وی ،

ددې سربیره دقومی سلامتي مشیر محمود دراني ویلي چې مونږ د دې خبرې تصدیق کړی دی چې اجمل قصاب پاکستانی دی

Copyright Larawbar 2007-2024