کور / سياسي / ۲۰۰۹کال : نړيوال بحران اوپه ايران کښي انقلاب

۲۰۰۹کال : نړيوال بحران اوپه ايران کښي انقلاب

دترود . رو« ورځپاڼه» 

د۲۰۰۸کال ددسمبر ۲۴ مه 

په ۲۰۰۹ کال  کي نړيواله نا انډولي جهاني اقتصاد ته گوري . دراتلونکي بهران ډيره گواښوونکئ تصويردساکسوبانک

Saxo Bank  ډنمارکي کارپوهانو وړاندي کړی دئ . ددې کارپوهانو په ويناپه راتلونکي کال کښي به دنفتوديوه بېرل قيمت  تر ۲۵ ډالروپوري راکښته سي ،زيات هيوادونه به ددغه قيمت دراټيټېدوله امله داقتصادي ستونزو سره مخامخ سي اوپه  ايران کي ممکن انقلاب وسي .

نن ډيرکارپوهان پدې  باوردي  چي دغه بهران  به  په  راتلونکی ۲۰۰۹ کال کي اوج ته ورسيږي .

ددوي په عقيده په راتلونکي کال کي به دنفتو قيمت ډير راټيټ سي اوپه بازارکښي به يوبيرل نفت  تر ۲۵ډالروپه  زيات قيمت ونه پلورل سي  . ددوي په نظر دابه پرهغو هيوادولوي اوخطرناک گزاروي کوم چي اقتصادئې  دنفتوپه  صادرا توپوري تړلۍ وي  .

داډنمارکي کارپوهان دچين لپاره هم دخواشينوونکي راتلونکې وړاندوينه کوي . هغوي پدې باوردي چي امريکاته دچين  دتوليداتودصادراتودکچې راکمېدل به ددې لامل سي چي دچين دناخالص توليد درشدکچه صفرته  راورسېږي . په عين وخت کي کارپوهان په اسيايي هيوادوکي دچيني يوان دارزښت دثابت ساتلو وړاندوينه هم کوي .

ددې کارپوهان په نظر تر کومه ځايه چي د ايران  بودجه دنفتوله لاري په عايداتوپوري تړلې ده اوټولي ټولنيزي چاري هم له همدې لاري تامينېږي ،دنفتودقيمت زيات راټيټېدل چي يوبيرل به په ۲۵ ډالره وپلورل شي دايرانيانو دزياتي ناخوښۍ لامل وگرځي ، ددغه ناخوښيو په پايلوکي کېداسي په  ايران کي د انقلاب پېښېد ولامل وگرځي .

په اروپاکښي ممکن ايټاليا اويوزيات دشرقی اروپاهيوادونه چي داروپادسازمان غړيتوب ئي تر لاسه کړی دايوروله  پولي ساحي نه ووزي اودمالي پانگي له ملي کمښت  سره مخامخ سي . پردې سربېره داسي وړاندوينه کېږي چي ايوربه خپل ارزښت ډير له لاسه ورکړي ان تردي کچې چي تر ډالربه هم ممکن دراکړي ورکړي په بازارکي په کمه بينه معامله سي .

ډنمارکي کارپوهان پدې باوردی چي اقتصادي حالت به ډير خراب سي .

دبېلگې په توگه ((الويرانبيولينا)) Elvira Nabjullinaدروسيې داقتصادي پراختياوزيره خبرورکوی چي په راتلونکي کال کښي به دروسيې داقتصاد اساسي برخي له يوشميرستونزوسره مخ وي .ددې په ويناپه ۲۰۰۹ کال کښي به دروسيې ناخالص توليد تر ۲۴فيصده پورته نشي ،پداسي حال کښي چي پخواددغه توليد دکچي لوړېدل  تر ۳۵ فيصده پوري کېدل ،چي په هر حال تر ۲۰۰۰ کال دتوليدکمه اندازه بلل کيږي .

هغه ډول چي داقتصادي پراختيا وزيره څرگندوي ،توليد ۳په سلوکي راټيټېږي ،په عين وخت کي دغازاو ترانسپورت تعرفې ۱۵،۲ او۱۰،۷ لوړې شي . دډالر قيمت ممکن تر ۳۰ روبلو زيات سي اونفت يوبېرل ۵۰ ډالره وي . 

دژباړونکي يادونه :

دروسيې چارواکي غواړي دمختلفولاروله نړيوال پېښ سوی بهران څخه ځان وباسي،دهغه جملې نه دوي غواړي په خپل هيوادکي دنفتواوغازوقيمت راټيټ نکړی برعکس داسي ويل کيږي چي غواړي په نړيوال بازارکي هم دغازوهغه پخوانۍ نرخ وساتي  داپداسي حال کي ده چي اروپا۴۰ په سلوکي خپل مصرفي غاز له روسې نه واردوي . مگر لدي تلاښو سره بيا هم روسيه له دغه جهاني اقتصادي بهران څخه په امان کي نسي پاته کېدلاي ،که څه هم دولتي تبليغات داسي کيږي چي روسيه به زيانمنه نسي ،خودايوازي تبليغ دي .