چاپه

34 | جنوري 8th, 2009


دچاپې له لفظه څخه سمدلاسه دبنده فکرته د پاکستانې پولېسو هغه منډې ترډې ورشې چې د ېو ملزم او ېا تښتدلې مجرم دبېرته نېولو په موخه به ېې د کورنو محاصرې کولې او له څه ځنډه وروسته به ېې بېرته خپلو تاڼو ته مخه کړه .
او پدې چاپو کښې به ډېر لږ دوې په خپلو موخو کښې برلاسې ترلاسه کوله او مطلوبه اشخاص به تر کنډو په لڅو پښو ورنه واوښتل اوپه تېښته به برېالې شول .
ولې نن دغه لفظ په ګران هېواد افغانستان او په ځانګړې ډول د زابل په ولاېت کښې په ېوه داسې عمل اوښتې دې چې عاملېن ېې پاکستانې پولېس نه بلکه د متحده اېالاتو هغه مسلح او پرمختللې پوځ دې چې دعصرې وسلو ترڅنګ د بشر د حقوقوپه عالې مورال هم مجهز دې . او ملزمېن ټول هغه افغانان دې چې ددوې پر وړاندې له تسلېمې ، او ددوې دهر تور او تهمت له قبلولو نه پرته بله چاره نلرې او که وې نو هغه ېواځې ددوې ړندو مرمېو ته خپل ټټر نېول دې او بس . دکرزې دفاسدې ادارې وروستې تحفه د چاپو او ړندو بمبارېو په شکل کښې د جنوبې سېمو پښتنو ته هغه ډالې دې ،
چې دده کاسه لېسان او پلوېان به اوس دده دبېا ټاکنې لپاره د خلکوڅخه دسېاسې ننګې په ترلاسه کولو کښې له لوې خنډ سره مخ کړې . او ددې پېښو د ناوړه اغېزو دکمولو لپاره به داځل خپلې ناکامې هڅې پکار اچوې .
څوک به داولس راېې په بېه اخلې اود هغې سرماېې ېوبرخه به په مصرف رسوې چې دوې پدې پنځو کلونو کښې په دولتې درېځونو کښې داختلاس له لارې تروړلې دې اوځېنې نور به بېا د کباړې د بوټونو او جرابو په وړېا وېش سره د خلکو لورې ځانته را اړوې .
چې همدا اوس دا د غولولو لړې په درز کښې روانه ده .
ددې ناوړه عملېاتو (چاپو) عوامل ېوه داسې ناڅرګنده انګېزه ده چې تر اوسه چارواکې ددې درسته توجېح نده کړه . ددې چاپو زېاتره ښکار عام او بېګناه افغانان دې ، چې له چاسره هېڅ سېاسې اړېکې نلرې او لوېه ګناه ېې ددوې بې طرفې ده .
پدې کښې علما او قومې مشران هم دې چې ددې ځناور صفته امرېکاېې عسکرو د حېوانې عمل ښکار شوې دې ، او ځېنو نور ېې بېا په اصطلاح له پوښتنو ګروېږنو(بېعزته او بې پته کېدلو) وروسته بېرته خوشې شوې دې . چې د هېواد د جاسوسې ادارو پر بې کفاېتې او متعصابانه زهنېت باندې ښکاره دلالت کوې .
پدې کښې هغه سفارشې او راشې عناصر ښکېل دې چې اوس هم د دولت پرځاې له شمالې ټلوالې سره خپلې وفادارېانې پالې .
او ورسره هغه ترجمانان هم پدې ناوړه عمل کښې ښکېل دې چې پدې مرض (سمتې او ژبنې تعصب) اخته دې .
دا وخت په هېواد کښې درې څلور هغه کمپنې د ترجمانانو د منجمنټ کاروبار کوې چې زېاتې ېې د خارجانو لخوا کنترولېږې . پدې کښې ټاېټان ، اېجېز ، او اېمېس کمپنې مشهورې دې چې مرکزې دفترونه ېې دکابل په اېساف قوماندانې او د کندهار په هواېې ډکر کښې دې .
دوې ته زېات هغه بېسواده او بېکاره ځوانان ورځې چې ېواځې انګرېزې ېې زده کړې وې او غواړې چې د نسبتا ښه تنخوا د ترلاسه کولو لپاره دې خطرناک کار ته مخه کړې .
دوې د خپل ګروپ او ټېم نه پرته له کوم سره چې دوې کارکوې هېڅ ېوې بلې دولتې ادارې او اورګان ته نوې مسوله .
او نه هم ددوې داحوالو دثبت دوسېه اوکومه بېوګرافې د دفاع او ېا داخله وزارت سره موجود وې . بلکه دا ېواځنې عسکرې او فوځې وظېفه ده چې د افغانستان د اوسنې دولتې بست نه وتلې ده .
له ېو لورې پخپله ترجمانان له بې سرنوشتې سره مخامخ وې په ځېنو ځاېنو کښې دوې پخپله د بهرنې عسکرو له لورې په ېوې اشتباه او شک له منځه وړل شوې دې .
او له بل لورې ددوې په جامه کښې د هردښمن هېواد له لورې را استول شوې نابللې استازې (جاسوسان) ډېر په اسانې سره دولتې دفاعې ارګانونو ته داخلېدلاې شې ، او فوځې راز ترلاسه کولاې شې چې عواقب به ېې ډېر خطرناک وې .

موږ لدې لارې خپل اواز د مسولو چارواکو تر غوږونو رسول غواړو چې باېد ددې چاپو او په نېمه شپه د وېدو بې ګناه افغانانو پر غولې د ناڅاپه ېرغل مخه ونېول شې او د مطلوبه اشخاصو د نېولو لپاره ېوه واضحه کړنلاره او مېکانېزم غوره کړې ترڅو له ېو لورې د خلکو باور پر خپل دولت پېدا شې او له بل لورې دوې پخپل هېواد او ټاټوبې کښې ځانونه خوندې احساس کړې کنه هغه برېاوې چې پدې نوې دولت کښې ترلاسه شوې دې خدا نخواسته ټولې به په اوبو لاهو شې

«

Copyright Larawbar 2007-2024