کور / اسلامي / په کومو حالاتو کښي بايد لمونځ مات کړ شي

په کومو حالاتو کښي بايد لمونځ مات کړ شي

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ (المدثر۴۳).

تاسی څه شی دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايی مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).

(ای پيغمبره ) هغو بنده ګانو ته می ووايه کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړي دی چه دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږي يقينًا الله ټولی ګناوی بښی هغه خو  بښونکی اومهربان دی .

په کومو حالاتو کې بايد لمونځ مات کړ شي .

اوس هغه صورتونه چه پخپله لمونځ کوونکی ته لمونځ ماتول ضرور دي  که لمونځ مات نه کړی نو په بعضی صورتونو کې ډيره ذياته ګناه ده اوپه بعضی صورتونو کې کمه ګناه ده ،هغه صورتونه په لاندی ډول دي .

۱- دکوم مضر ځناور ويره وي مثلاً مار يا لړم مخی ته راغی – نولمونځ ماتول پکار دی ترڅو هغه مړکړ شي اوضرر يی دفع شي يا دلمونځ کوونکي په جامو کې لړم يا بل مضر حشره ننوځی او ددی ويره وي چه که سړی وچيچی سخت نقصان او تکليف به تری پيدا شي نو پدی صورتونو کې لمونځ ماتولی شي .

۲- دلمونځ کولو په وخت کې د ريل ،طيارې او يا کومې بلې سورلۍ دتلو ويره وي چه په هغه سورلۍ کې سامان او اهل عيال وي يا دهغه په تلو سره ده ته سخت تاوان او تکليف رسيږي نو لمونځ ماتولی شي .

۳- په لمانځه کې دکومی مريضۍ په وجه لويې يا وړې متيازې دومره سړی تنګ کړي چه نور يې برداشت سخت وي .

۴- دکوم کس دتباهی او هلاکت د بچ کولو لپاره لمونځ ماتول فرض دي که مات نشي لمونځ کوونکی دسختی ګناه مرتکب ګرځی – مثلاْ يو ړوند په لاره روان دی مخی ته يی لويه کنده يا کوهی راغی که رهنمايی ورته ونه شي ور وبه لويږي  يا يو کس په ابو کې ډوبيږی يا چا  اور اخيستی وي يا يې غل يا دوښمن په سخته بی رحمی سره وهي – نوپدی ډول صورتونو کې دلمونځ ماتول ضرور دي او دهغه کس بچ کول ضروري د ي.

۵- که مور،پلار ،نيا او نيکه که دمور له طرفه وي او که دپلار دڅه تکليف له وجی چغی وهي نو لمونځ دې مات کړي هغوی ته د ورشي .

مثلاْ هغوی ته کوم درد ورغلی وي ،يا هغه ولويږي ،يا بولو کولو ته ځي اوبل څوک نه وي ،خوکه بغير له کوم ضرورته عادتاً ناری وهی نو بيا دلمانځه ماتول ضرور ندي .

۶- دسړی دڅه سامان يا پايزار د ورکيدو ويره وي چه غل به يی يوسی نو لمونځ دی مات کړي سامان د پر ځای کړی خو ښه داده چه دلمانځه مخکی خپل سامان پرځای کړی ،اويا داسی وشی چه دکور پشۍ يا سپی راشی او دخوړود ديګ يا غوړيو د چپه کيدو يا نور نقصان ويره وی .

ورسته به دسجده سهوي د وجوب صورتونه تاسی ته ان شآءالله نشر شي .