کور / اسلامي / د لمانځه مفسيدات (ماتوونکي)

د لمانځه مفسيدات (ماتوونکي)

وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ


يعنی په کوم شيانو چه لمونځ ماتيږي او دلمانځه بيا کول ضروري وي .


۱- په لمانځه کې قصدًا يا په هيره سره خبرې کول.


۲- په لمانځه کې چاته سلام کول يا په ژبه دسلام ځواب ورکول.


۳- دپرنجی کوونکی دالحمدالله ويلو ځواب په يرحمک الله سره ورکول.


۴- دلمانځه نه بهر کوم څوک دوعا کوي  هغه ته په لمانځه کې آمين ويل .


۵- دمرګ ،مرض يا کوم بل بد خبر واوري په هغه باندې انا الله وانا اليه  راجعون ويل.


۶- دخوشحالۍ دخبری په اوريدو الحمدالله يا بله کلمه ويل.


۷- دتعجب په  خبره باندې سبحان الله يا کومه بله کلمه ويل.


۸- د درد اوتکليف په وجه آه آه ،اُف کول که دجنت دوزخ يا دقبر غذاب دياد په وجه وي باک نلری.


۹- په کتاب يا څه ليکل شوي  شي باندې نظر لګيدل دهغه په ژبه سره ويل – کچری يواځی په زړه کې دهغه په مطلب پوه شي نو لمونځ نه ماتوي .


۱۰- په کتلو سره قرآن لوستل.


۱۱- دلمانځه څخه بهر قرآن لوستونکی ته فتح ورکول .


۱۲- عمل کثير – يعنی داسی کار کول چه کتونکی فکر وکړي  دا سړی لمونځ نه کوي  مثلاْ دځان ډير ګرول يا دجامو برابرول يا په بدن اوجاموډير لاس وهل .


۱۳- بغير له ضرورت څخه په زوره توخی يا دغاړی تازه کول .


۱۴- قصدًا يا په هيره سره څه خوړل يا څه څښل .


۱۵- په قرآنکريم کې داسې غلطي کول چه معنی يی بدله شي .


۱۶- څلور پنځه قدمه په لمانځه کې تلل.


۱۷- دقبلې طرف نه قصداً بلی خوا ته کتل يا بغير له کوم غذر څخه دقبلې څخه دسينی ګرځول.


۱۸- څلورمه حصه ستر دومره ساعت ښکاريدل چه په څومره وخت کې سړی يوه رکوع يا سجده کولی شي.


۱۹- دخدای (ج) نه د داسې شی غوښتل چه هغه له بندګانو هم غوښتلی شی موجود دضرورت شی.


۲۰- د درد يا مصيبت له وجی داسې ژړل چه په آواز کې يې کليمات را پيداشي  مثلاً ای الله !.


۲۱- دجنازی لمانځه نه علاوه په نورو لمونځونو کې په زوره خندل.


۲۲- د امام نه مخکې پوره رکوع يا پوره سجده کول يا دهغه نه مخکې کيدل.


۲۳- په لمانځه کې دسړی سره دښځی يوځای دريدل تر دومره وخته چه سړی کولی شی يوه سجده يا رکوع وکړي .


۲۴- دتيمم کوونکي لپاره د ابو پيداکيدل.


دلمانځه مکروهات :


يعنی هغه څيزونه چه لمونځ بالکل نه ورباندی ماتيږي  بلکی کراهيت پيداکوي لمانځه ته زيان رسوي  د لمانځه ثواب کموي .


۱- چادر داغوستلو پر ځای پر دواړو اږو اچول يا لسټونی داغوستلو پرځای خالي  ځړول.


۲- په خپل بدن اوجامو لاس وهل .


۳- په خوله کې داسی شی ايښودل چه دهغه په وجه سره دقرآن په لوستو کې تکليف وي.


۴- سرتور سر لمونځ کول خو که دعاجزی په وجه وي لمونځ نه مکروه کوي ،خو د نن زمان  سرتور سرونه عاجزی نه ده بلکی يو فيشن يا عصريتوب دی نو ښه به داوي چه سرتور سر لمونځ ونه شي .


۵- ګوتې څټل يا ديوه لاس کوتې په بل لاس کې ننستل.


۶- بی ضرورته په ملا يا تشو لاسونه ايښودل .


۷- په لمانځه کې  يو خوا بل خوا ته کتل.


۸- د داسې سړی طرف ته لمونځ کول چه هغه سړی مخامخ ده ته ناست وي .


۹- قصدًا اوسويلی ايستل يا دهغه دبندولو کوښښ نه کول .


۱۰- په صف کې ځای وي خو ځانته دريدل.


۱۱- په داسې جامو کې لمونځ کول چه په هغه باندی دکوم ځاندار تصوير وي.


۱۲- څادر يا بل شی دځان نه داسی تاوول چه دلاس ويستل له هغه ګران وي .


۱۳- ارګمي کول.


۱۴- دپګړی يا لونګی په ول باندې سجده کول.


۱۵- دوهم رکعت دلومړی رکعت نه ذيات اوږدول – يعنی چه په لومړی رکعت کې دری  آيته ووايي اودوهم بيا مثلاْ شپږ آيته قرآن ووايي .


۱۶- په کوم خاص لمونځ کې خاص سورة مقررول.


۱۷- دقرآن دترتيب نه خلاف قرآن لوستل مثلاْ په لومړی رکعت کې قل هوالله ووايي خو په دوهم رکعت بيا الم ترکيف سورة ووايي .


۱۸- داوداسه په تنګوالی.


۱۹- چه سړی ډير وږی وي او ډوډی تياره وي نوښه داده چه لومړی ډوډی وخوړل شي ورسته لمونځ وشي.


۲۰- په لمانځه کې دخزندؤ وژل لکه ميږی ،مچ او نور خو که سړی چيچی نو هغه دی ونيسی بيا يې دي خوشې کړي .


۲۱- په سجده کې دواړه پښی له ځمکی پورته کول چه دځنو  فقهاؤ په نزد پدی سره لمونځ فاسيديږی.