حکمتياروايي دحماس ملاتړته به جنګيالي واستوي
ګلبدين حکمتيارچې دامريکاله لوري دترهګروپه ليست کې شامل دى ، نن وويل چې دفلسطينيانود ملاتړ لپاره به غزې ته رضاکارځواکونه ولېږي.
ښاغلى حکمنتيار،چې داوسېدوځاى يې نه دى څرګندخوويل کېږي چې د دۀ يوشمېرپلويان دهيوادپه ختيځوولايتونو کې دناټواوافغان دولت دځواکونوپرضدجنګېږي، پرمسلمانانوږغ کړى چې دامريکاپرضدلاسونه يوکړي ځکه چې همداهيواد داسرائيلو مالي ملاتړ کوي.
دحکمتياريوۀ ويندوى هارون زرغون وويل چې اسلامي حزب نه يوازې دفلسطينيانوپرخلاف داسراييلويرغل
اوبربريت غندي بلکې که شرايط ورته برابرشي نودحماس ددفاع لپاره به فلسطين ته جنګيالي هم واستوي.
زرغون ادعا وکړه چې دوى په زرګونوجنګيالي لري اوټول تياردي چې دجهادلپاره فلسطين ته لاړ شي.
حزب اسلامي دشوروي پوځونوپرخلاف دجهادپه کلونو کې دمجاهدينوترټولوغښتلى ګوند وو ، خوله کورنيوجګړو اوپه تېره بيا په کابل کې دکرزي په مشرۍ دحکومت له جوړېدو وروسته د دغه ګوند اکثروغړيوحکمتيارته شا کړه اواوس ددغه ګوند ډېرشمېرغړي يا په حکومتي ادارو کې کارکوي اويا په شخصي کاروباربوخت دي .