د زابل قومی مشرانو د ثبت د پروسې د اوږدیدلو غوښتنه وکړه

د لراوبر اداره | جنوري 7th, 2009


په هغه غونډه کې چې تېره ورځ د زابل ولایت په مرکز کلات د بادام ګل په ماڼۍ کې جوړه شوې وه د زابل په سلګونو قومی مشرانو او علماوو د ټاکنو د نوم لیکنې د پروسې د اوږدیدلو غوښتنه وکړه.

دا غونډه چې په اصل کې د (په ټاکنو کې د علماوو او قومی مشرانو د ګډون ) په نوم سیمینار و او دزابل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوری یې نوښت سوی وو.

د زابل والی دلبرجان ارمان د غونډې ګډونوالو ته وویل چې باید په پراخه توګه د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړی او همدارنګه والی دلبرجان غوښتنه وکړه چې باید د کوکنارو د کرلو څخه په کلکه ډډه وکړی.

د شینکۍ ولسوالۍ یو تن قومی مشر ملک شینواری د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې باید د ټاکنو لپاره د ثبت نام پروسه وغځول سی تر څو د زابل ټول خلک ددې موقع ومومی چې د ثبت نام کارتونه ترلاسه کړی او په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړی.

ددې تر څنګ د زابل قومی مشرانو په زابل کې د ایتلاف د روانو عملیاتو غندنه وکړه او له دولت څخه یې وغوښتل چې باید په دې عملیاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې د زابل په ټولو ولسوالیو کې یې د خلکو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستي دي او هر څوک کولای سی چې د نوم لیکنې کارت تر لاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې د زابل په ولایت کې له نژدې یومیاشتې راهیسي د نوم لیکنې پروسه روانه ده چې تر اوسه پکې په لسګونو زره تنو کارتونه اخیستي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024