دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی

د لراوبر اداره | جنوري 7th, 2009




( طبي لکچرنوټ : څلورمه برخه ) 
 


لیکوالان  :    پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی    ځدراڼ


            دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران 


                              دجرمني هیواد،  دجنوري میاشتې درېیمه نیټه ۳ /  ۱/٢٠٠۹ 


وینه ( Blood)  :


وینه د بدن  یوه ځانګړې مایع ده  چې په یونانې ژبه کې ورته هیما  haima  یانې وینه ویل کیږي . یوسړی چې  وزن يې  اویاکیلوګرام 70 kg  وي ،  په بدن کې  یې لږڅه دپینځونه ترشپږ لیتره (5-6 l )وینه بهیږي .  وینه  دبدن حجروته غذايي اړین موادرسوي اودهغه ځایه بې ګټې یانې  فضله مواددځانه سره بیرته انتقال کوي . دوینې دنده په لاندې ډول او لنډه توګه بیان کولای شو:



  • دبدن ټولوحجروته اکسیجن رسوي اودهغه ځایه کاربون دای اکسایدرااخلي . لومړی اکسیجن دهېموګلوبین په پروتین باندې تړل کیږي اوورپسې د سروکرویاتو په مرسته انتقال کیږي .

  • دبدن ددفاعي سیستم دنده ترسره کوي . په وینه  کې سپین کرویات بهیږي  اودانتي باډيAntibody په مرسته پردي موادتشخیص کوي اوله منځه يې وړي .

  • وینه داسی ځانګړتیاوې لري چې دوینوحجرولکه Platelets اودفیبرین پروتین په مرسته Fibrin پرڼ کیږي Coagulation ترڅودبدن څخه دوینې دضایع کیدنې مخنیوی شوی وي .

  • دهارمونونولیږدول اودټپي شووحجروڅخه دزیګنالونورانیول

  • دبدن د PH  یانې تیزابي اوالکالي خواصوکنترول اوبرابرونه چې نارمل قیمت یې    7.35 – 7.45= PH

  • وینه دبدن  دننه غړوحرارت   ثابت ساتي Core temperature  اوهم یې کنترول کوي  ترڅوکیماوي تعاملات په سمه توګه ترسره شي   .

  • همدارنګه وینه دبدن په میتابالیزم کې تولیدشوي مواد چې بدن ته کومه ګټه نه رسوي لکه کاربون دای اکساید CO2 ،  یوریا Urea ((NH2)2CO  اودشدواسید Lactic acid بهرته  انتقال کوي .

وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې دحجرواودیوې مایع   څخه جوړه ده . په دغه مایع کې دوینې  حجرې  لمبووهي اودوینې پلازما Blood plasma  په نامه سره یادیږي .   پلازما دوینې دحجم په سل کې پینځه پنځوس برخه جوړوي  55 %    اولږڅه په سل کې  نوي 90 %   اوبه دې .  


  دوینې په پلازما کې لاندې مواد دیادلووړدي . 



  • دپلازماپروتین لکه البومین اوګلوبولین (α1-, α2-, β- and γ-Globuline) . دپلازماپروتینودنده عبارت ده له : دموادوانتقال ، دایمون دفاع ، دوینې ټینګیدل ، داوزموتیک فشار ثابت ساتل

  • په پلازماکې ایونونه لکه سوډیم Na-، کلورایدCl-،مګنیزیوم Mg-،فوسفاټ PO43− ،کلسیمCa-   اونور ایونونه  شتون لري .

دوینې په پلازما کې ، امینواسید amino acid،  ليپید،  پروتین ، ګلوکوز،مالګه ،مینرالي ایونونه ،  هارمونونه ، ویټامینونه دمیتابالیزم په کړنلاره کې پیداشوي مواد ،کاربون دای اکساید ،اکسیجن اونورمهم مواد شتون لري اودهغوی د انتقال دنده  هم په غاړه لري .   په پلازما کې داکسیجن دانتقال ضرفیت دسروکرویاتودهېموګلوبین د کیفیتي جوړښت اودلوړفشارسره تړاولري .  هېموګلوبین دڅلوروپیپتید peptides ځنځیرونوڅخه جوړدی چې هریویې یوهیم ګروپ heme groups لري  .هیم  کمپلکس مرکبات د ي چې په مرکزکې يې داوسپنې ایون اوپه شاوخواکې یې د Porphyrine  مالیکول تړلې دی . دوینې رنګ ځکه سوردی چې دهیمګلوبین مالکیول یوه برخه اوسپنه جوړوی . دهېموګلوبین پروتین په  هیم ګروپ   باندی داکسیجن اتوم تړلی دی . 


په ۱-شکل کې دوینې  یوه هیستولوژيکي نمونه ښوول شوې ده. د اناتومي له مخې وينه يو تړونکی نسج  يا connective tissue،  بلل کېږي . 



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



۱ -شکل : دسړي دوینې په یوه هیستولوژیکي نمونه کې ترمایکروسکوپ لاندې  سره کرویات   a) Erythrocytes) ،نیوټروفیل b) Neutrophil ،اېیوزینوفیل          Eosinophil   c) ، اولمفوسایت   d) Lymphocyte   لیدل کیږي . 


دوینې جوړښت کړنلاره   Haematopoiesis :


دوینې جوړښت یا هیماتوپویزیس یویونانی ویی دی . هیما  haima  په مانادوینه اوپویزیس poiesis    په ماناد جوړیدنه . کله کله دوینې حجروجوړیدلولپاره دهېموپویزیس انډول ویی لکه    haemopoiesis   اویا  hemopoiesis  هم کارول کیږي .   دزیږیدنې څخه وروسته دبدن ټولې حجرې دهډوکي په مغزاولمفاتیک سیستم کې دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو Hematopoietic stem cells  څخه مشتق کیږي . دنوموړوحجرولنډیز په HSCs سره کیږي . HSCsداسې ځانګړې   بنسټیزحجرې دي  چې د هرډول ملټیپل هراړخیزحجرو دتولیدکولووړتیالري (multipotency) . برسیره پردې همدغه بنسټیزحجرې کولای شي چې دخپل ځان یوه کاپې وکړي یانې  دخپل ځان په شان نوې self-renew  حجرې منځ ته راولي . څیړنوښوولې ده چې :



  • لږشمیر HSCs بنسټیزحجرې کولای شي چې په لوړه کچه نورې نوې دخپل ځان ورته  بنسټیزحجرې HSCs تولید اوکاپي کړي . دنوموړې کړنلارې څخه دهډوکودمغزپه پيوندکولوکې ګټه پورته کیږي bone marrow transplantation) .  هغه څوک چې دوینې سرطان ،دوینې ناروغۍ اویادمغز په ناروغۍ اخته وي نود درملنې په موخه د بنسټیزحجرودپيوندکولوڅخه   کاراخیستل کیږي  . کلینیکي تجربووښووله چې که یوچاته درګونوله لاری دهډوکودمغزحجرې داینفیزیون په توګه ورکړل شي نو هغوی ددې وړتیالري چې دهډوکي  دمغزحجرې بیرته ډیرې کړي   اوپه پایله کې دوینې نوې حجرې تولیدکړي .

  • همدارنګه  HSCs بنسټیزحجرې ددې وړتیا لري چې پخپله دحجرو په نوروډولونوځان واړوي چې  ځانګړې مورفولوژي بڼه لرې  او ځانګړې دنده ترسره کولای شي . په نوموړې کړنلاره کې لومړۍ HSCs بنسټیزحجره په یوه منځنۍ حجره اوړی progenitor cell اوکله چې پخه شي نوبیا وروسته خپل ځان ویشي اوتفریق شوې نورې حجرې منځ ته ځي .

  •  دوینې حجرې کوم چې په وینه کې شتون لري په بنسټیزتوګه عبارت دی له : سره کرویات erythrocytes ، سپین کرویا ت leukocytes    اوترومبوسایت     thrombocytes   چې په platelets سره هم نومول کیږي .سره کرویات دوینې حجروعمده برخه جوړوی .

  • دوینې دټول حجم څخه دوینې حجرې یانې (سره کرویات ،سپین کرویات اوترومبوسایت ) په سل کې لږڅه پینځه څلویښت 45 %  برخه جوړوي اودهیماتوکریت  hematocrit په نامه سره یادیږي .

 

دهډوکوپه مغزوکې دری ډوله بنسټیزحجرې لکه : لومړی ، hematopoietic stem cells ،دویم : stromal cells ، دریم : endothelial progenitor cells شتون لري چې داړتیا په وخت کې دبدن دغړوهرډول حجرې ورڅخه تولیدکیدلای شي . 


سټرومل حجرې stromal cells دیوه غړي تړونکې اونښلوونکې حجرې دي چې په سست تړل شوي نسج کې شتون لري . هغوی دهډوکودمغزړومبی حجرې ګڼل کیږي .  بلخوادسټرومل حجرې دپوستکي پورتني پټ Epidermisلاندې هم شتون لري اویوډول ستروونکي طبیعي پروتین افرازکوي  growth factor چې دحجروویشنه ګړندی کوي . که چېرې دپوستکي سرطان منځ ته راشي دبیلګې په توګه لکه Basal cell carcinomas  نو سټرومل حجرې دومره ډیریږي چې یوپنډپټ دپوستکي اوبدن ترمنځ جوړیږي . په پایله کې نوموړې حجرې بدن ته دسرطان ناروغې مخنیوی کولای شي .  



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



۲-شکل : په پورتني دیاګرام  diagram کې دوینې هراړاخیزتوپيرلرونکو حجرو،وده اودپخیدلو کړنلاره ښوول شوې ده چې د هیماتوپویتیک بنسټیزحجرو( Hematopoietic stem cells (HSCs  څخه منځ ته راځي .


وینه یوداسي فزیکي کیمیاوي مرکب دی چې دمایع ،سروکرویاتوحجرواواوبوڅخه جوړه شوې ده . څرنګه چې په وینه کې سره کرویات شتون لري نودپلازما په پرتله یې لزوجیت ډیرلوړدی . 


(پاتې  په پینځمه مه برخه کې ) 
 
 



    (پای)



    پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی    ځدراڼ



    دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران



 


اخذلیک : 



 
 



  1.   http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma.

  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Blood .

  3.   http://www.myelomaonline.org.uk. 

  4. http://www.myeloma-euronet.org/. 

  5. .http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet .

  6.   http://de.wikipedia.org/wiki/Blut

Copyright Larawbar 2007-2024