د اسلام اباد په نړېوال پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ لاريون وشو

34 | جنوري 8th, 2009


د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ د نېږدې سلگونو زده کوونکو له لورې لاريون وشو، چې په کې د فلسطين د غزې پر ښار د اسراييلو وحشي يرغل په کلکه وغندل شو.
دا لاريون چې د دولسو اتحاديو له لورې په گډه شوى، په کې د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو زده کوونکو او د پوهنتون ښوونکو برخه اخيستې وه.
د لاريون ويناوالو پر اسلامي امت غږ وکړ، چې نور د غفلت له خوبه راويښ شي او نه يوازې د غزې په اړه خپل عملي غبرگون وښيي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ازادي او خپلواکي د خپلو وينو په بدل کې تامين کړي.
ويناوالو پر نړېوالو غږ وکړ، چې پر غزه او نورې اسلامي نړۍ کې دې سمدستي د مسلمانانو د وينو د تويولو مخه ونيسي.

«

Copyright Larawbar 2007-2024