د لر او بر پښتنو اوسنی اتل بابا محمود خان اڅګزی
تیرې څو ورځی مخکی مې د ستر او اتل محمود خان (اڅکزی بابا) ښایسته لیکنه ولیده چه نیغ په نیغه یی راته د مرحوم
ګران خوږ او خدای بښلې ډاکټر کبیر (ستوری بابا) یاد را تر سترګو کړو. او داسی معلومیږی چه د ټولو لرو او بر و
پښتنو یوالی او خصوصا د ستوری بابا ارمانونه ، احساسات ، او نیکی هیلی پوره کیږی او انشاءالله ډیر زر به پوره کیږی
او دا ځکه چه دا د فطرت تقاضا او غوښتنه ده چه خپل اصل خپل اصلیت ته ځی او بل په پښتو کی ددې لپاره یو مناسب
متل دی وایی چه (اوبه په ډانګ نه بیلیږی) او ددې معنی پښتانه که لردی اوکه بر ټول د یوی خټی او یوه نیکه اولاده او
ټبر دی یو مو حیا یو مو عزت یو مو ناموس یوموغم او ښادی یومو وینه اویومو ژبه او پښتو ده.
خو بدبختانه چه دشمن مو ډیر ظالم او هوښیار دی د تاریخ په ا وږدوکی یی هڅی او کوششونه کړی چه پښتانه په خپلو
منځنو کی په تربګنیو اخته کړی او یودبل نه یی جدا او لرې وساتی او ددویء د جدا کیدو دپاره یی د مختلفوطرحو او
نخشو نه د وخت مطابق کار اخستلی دې او تل عمر یی دا کوشش کړی دی چه دا باتور قوم سره یو نه شی.
او اوس خو مو دښمن بیخی د پښتون ټبر په سټی ایستلو پسی راخستی ده او هغه دا چه ننی ناورین په لرو اوبروپښتنو
کی لکه : د کار او د سر سړی د منځه وړل ، زمونږه په غټو مشرانولکه په اسفندیار ولی خان باندی ځان مرګی برید کول
په سوات کی په افضل خان لالا باندی برید کول، په وزیرستان کی قومی مشران شهیدان کول، په سوات کی په رڼا ورځ
د بچیو په مخکی د سلګونو بی ګناه پښتنو حلالول، په ګلالیو ماشومانو او معصومو جونو باندی د ښونځیوته تللو بندیزلګول.
همدا شان په برو پښتنو کی.. . دا ټول هغه څه دی چه مونږ ته دا را په ګوته کوی چه زمونږه د ټولو پښتنودښمن دا فتیلی(فیصله)
کړی چه په مونږ ه کی د سر سړی پرینږدی او دا کار ځکه کوی چه وایی: پدویء کی لارښوونکی پاتی نه شی او ددویء
نه خپل تاریخ هیرشی یعنی خپل پښتانه ورونه تری هیرشی . او ښونځیو ته ماشومان ځکه بندوی وایی چه بی تعلیمه پاتی
شی او ددویء د موخو ښکار شی ځکه دویء یو بی تعلیمه ډیرپه اسانه د اسلام په نوم او یا د طالب په نوم تیرباسی
چه خپل ورونه پری ووژنی . او په معصومو جونو ښونځی ته د تلو بندیز ځکه لګوی . چه وایی: چیرته پدویء کی باسواده
او تعلیم یافته مور پیدا نه شی .او دا ځکه چه یو تعلیم یافته مور یو تعلیم یافته ځوی روزی هغه ځوی چه خپل قوم او ژبی
سره مینه لری او خپل دوست او دوشمن پیژنی او ددښمن په لمسه خپل ورونه بی ځای نه شهیدان کوی .
نو پدی خاطر په جونو بندیزونه لګوی. خو زه بیا زمونږه دې دښمنانو ته دا وایم چه تر کومه به زمونږه په بی اتفاقۍ او
بیلتون پسی کوشش کویء که تاسو وایی چه مونږه پدویء کی د جنګ اور بل کړی دی او ددویء بچیان به بی تعلیمه
شی او دویء نه به تاریخ ژبه او قوم هیر شی. نو دا ترنګ دې دغوږ نه وباسه مونږه هر څه هیروو خو خپل قوم ،ژبه
او تاریخ ژوندی ساتو. او زمونږه دښمن دې دا هم په خلاصو غوږونو واورې چه فطرت خو تاسی نه شیء بدلولی
غیر د الله (ج)نه او هغه دا چه زه دا مهال د (19)کالو یم او اوس روان یعنی په شلم کال ورګډ یم . نو زه چه د ماشومتوب
نه تر اوسه پوری د هر څه نه لومړی ورسره خپله مینه لرم نو هغه زما قوم او خوږه پښتو ژبه ده . او دا ماته چا نه دی
ویلی خو دا زما فطرت دی بلکی ځانله ځما نه دا د هر وګړی او شخص فطرت دی چه خپل قوم سره به مینه او علاقه
لری . او چه بیا مونږه د محمود خان بابا په څیر مشران ولرو نو انشاءالله ډیر زر به مو ددښمن دامونه دانګی وانګی شی
اوس بیرته راځم د اڅکزی بابا غوره ویناوو ته د اڅکزی بابا د وینا هره کلمه او لفظ د قیمتی ملغلرو په څیر ؤه.
او په تیزه بیا د هعه دا وینا ډیره په زړه پوری او خوږه ؤه چه وایی: د بل په حق دعوه کول ګنا ده ، د خپل حق پریښودل
بیغیرتی ده(مونږ په نړۍ او سیمه کی د چا خیرات نه غواړو، مونږ د خپلونیکونوپه وینو ګټلی لراوبروطن غواړو،
په جرګه یی غواړو،په خواست یی غواړو که پدی ونه شی نوپه هغه بله لار یی غواړو.(محمودخان اڅکزی).
دددې قیمتی او ښایسته کلیماتو او الفاظو په کتو سره مې یو ډیر ښه احساس وکړو او دومره خوشحاله شوم چه په جاموکی
نه ځایدم . او داسی اثر یی راباندی وکړو چه زه یی د پښتو یوی حقیقی او رښتیا نړۍ ته بوتلم او د پښتونولۍء احساسات
او ولولی می په وجود کی داسی په غورځنګونو شوی لکه په اسمان کی چه د پسرلی په موسم کی ګڼی او ګوری وریځی
په غورځنګونوکی شی . او سم دواره الله تعالی ته په سجده شوم او شکرونه می ویستل او د ځان سره می وویل چه یا الله
یوه نړۍ شکرونه چه مونږ پدی اوسنی وخت کی داسی عظیم شمله دار ، قوم پالوونکي، درانه او غښتلی مشران
هم لرو او دا کلمات می د ځان سره په ډیره خوشحالۍ او ورین تندی زمزمه کړل : چه ژوندی دی وی زمونږه با احساسه
مشران ژوندی دی وی زمونږ شمله دار مشران ژوندی دی وی زمونږ اتل بابا ګان اومړه دی وی ددویء او ددویء د
د بچیو دښمنان او ګل ګلزار او په یو ټغردی راټول وی ټول لراو بر پښتانه او تل دی وی همیشه دی وی دا دروند او میړنی
ټبر. دا چه د اڅکزی بابا خبری ډیری درنی په وزن برابری، حق او خوږی لکه شات وی . دا نواوس د هر پښتون فرض
دي هغه که لر دی اوکه بردی چه عملی جامه ورواغوندی. او مونږه دخپلو ټولو نورو سیاسی مشرانونه هغه که لر دي اوکه
برهم غوښتنه کوو چه د اڅکزی بابا پشان د حق او مړانی دې رښتیا نو ډګر ته راودانګی او د لرو او برو پښتنو په یوالی
کی نه ستړی کیدونکي هلې ځلې وکړی چه زمونږه دا ارمانونه پوره شی او دا ځکه چه دا زمونږه د ټولو یواځینۍء هیله
او تمنا ده چه لر اوبرپښتانه بیرته سره یوشی یوموټی شی دا زمونږ شعاردی او دا مو په دوام دی. په اخیره کی زه د ټولو
قدرمنولیکوالانواو خوږو شاعرانو نه غوښتنه کوم چه محمودخان اڅکزی بابا په خپلو لیکنواوشعرونوکی ونازوی ځکه
داسی مشران یو نعمت وی او نعمت دالله تعالی رحمت وی او دالله په رحمت شکر ایستل پکار وی. او زه پخپله دا امید لرم
چه ګه چیرته ژوند راسره وفا وکړه او وخت او حالاتو اجازه راکړه او د خپلی دی زده کړی نه فارغ شوم ځکه دا مهال زه
دلته په بنګله دیش کی د انجنیرۍ پوهنځی د کمپیوټر په برخه کی خپلی زده کړی مخ په وړاندی بیایم نود فراغت نه ورسته
لومړنۍ هیله می دا ده چه یو روزنیز منځی(مرکز)د ګلالیو او بی وزلو ماشومانولپاره جوړ ګړم .اوددغه پوهنیز سنټرنوم
به ستر اولوی پښتون محمودخان اڅکزی بابا وی . دا زما یو خوب دی خدای(ج) دی راته د وخت په رارسیدو رښتیا کړی
په اخیره کی د قدرمندو لوستونکونه عفه او بښنه غواړم که کومه ادبی خطا رانه شوی وی .دټولولرو او بروپښتنود یوالی په هیله.
هاند رفیق الله بریالی په بنګله دیش کی د زده کړیالو د ټولنی استازی