زمونږ په کلي کښى شر مه جوړوئ
له کله نه چې په افغا نستان کې انتفالي دولت رامينځ ته شو او خارجي قووتونه افغانستان ته داخل شول نو نړۍ والو او د افغانستان گاونډي هېوادونه به دا خبره ډيره کوله، چې د امريکا راتگ د افغانانو لپاره گټور دي، چې مونږ به د افغانستان هر قسم ژمنې تر سره کوو، خو زمونږ پښتنو مشرانو يو متل کړى، چې د پردي زوى نه خپله لور ښه وي. هماغه متل نن ورځ مونږ ته درس راکړه. مخکې له دې نه، چې امريکايي او د ناټو قووى د افغانستان خاورې ته داخل شي داسې حالات نه وو رامنځ ته شوي. لکه اوس، چې په هر ولايت کې د وينو سيلابونه روان دي. کلي مو بمباريږي. ماشومان او زنانه مو وژل کيږي. پر خپل واک کې نه يو د خپل ځان د خپل کور پوښتنه نه شو کولى. د خپل عزت او ناموس پوښتنه نه شو کولى مکتبونه مو سوزول کيږي. پلونه مو پر بمبو الوزل کيږي. پر مونږ سرې عام قتال جوړ دى. دا ولې دا چا؟ د څه لپاره؟ دا ځکه مونږ دهشگر يو ځه د دوى خبره ده سمه زه د نړيوالو او ملل متحده نه دا پوښتنه کوو، چې دا پر زرگونو حيوانات، څارويي چې په هوايي بمباريو کې د مينځ ولاړ ايا دا هم دهشتگرو. هغه حيوان دى. دا هم ښه خبره ده، چې امريکايان يا د ناټو قواوې د افغانستان د حيواناتو هم ويره کوي دويم مسله خپله کورنۍ مسله ده، چې هغه په افغانستان کې ادارې فساد له منځ وړل دي زه به کرزي صاحب ته دا ووايم، چې انډيواله هسې دا ملت نور مه غولوه په پارلمان کې دې ټول د بهرنيو هېوادونو ايجنټان ناست دي. وزيران او واليان دي ټول بېسواده دي او که کوم يو وزير دې سيواد لري نو هغه هم د خدمت په نيت نه دى درغلى هغه د جيبونو ډکول، د بانکوونو ډکول غواړي؛ځکه همدا موقعه ده، چې ځانونه ماړه کړي او بچي دلته په لندن کې اکسفورډ کالجونو او د امريکا په پوهنتونو کې زده کړې تر سره کړي. په شرابو هم ښه ماړه دي. په پيسو هم دوى افغانستان پيژني هم نه او زومونږ د هېواد تنکي او ښکلي ماشومان دي په باروتو کې ناست وي او زده کړې تر سره کوي. ډير د افسوس خبره ده. کرزي صاحب دا دوه تابعيت وزيران دي، چې لږه سخته پرې راشي اروپا ته به راوتښتي دغه بې وس خلک به څه کوي څوک به پرې بيا څه لوبې کوي. بيا به د پښتو د کمپيونو ته مهاجر کيږي زمونږ پېغلې به پر پردو هېوادنو کې حيراتونه غواړي.اخر تر کومه به مونږ داسې زوريږو اخر تر کومه به مونږ داسې ژړيږو مونږ خندا نه شو کوى . زمونږ ميندې هر وخت په ژړا وي مجرم څوک دى؟ څوک راونيسم. د چا گريوان ته لاس واچوم. نور خو مې پر وطن کې د هديرې ځايونه هم نه شته هديرې نورې ډکې شوي. نړيوالو د خداى لپاره زما پر ملت زړه سوى وکړې. د الله د قهر نه وويريږئ بس دى زمونږ په کلي کې جنگ مه جوړوئ مونږ نور د ژړاگانو ستړي شوي وي يو، خير دى د خندا لږ وخت راکړئ. اخر مونږ هم انسانان يو د ژوند او د مينې حق لرو؛ځکه مينه د ژوند دويم نوم دى. تاسو مونږ خپلو کارونو ته پريږدئ مونږ په خپلو کې سره جوړ يو تا سو مونږ کې بېلتون مه راولئ اى افغانانو وروڼو پردې باندې ښه فکر وکړئ، چې بهرنيان زمونږ هېواد نه شي جوړولې . راځئ ، چې يو بل ته د مينې محبت ورورلۍ لاسونه ورکړو تر څو خپل وطن پر خپله ودان کړو بس دى ډېر موپرديو لاسونو ته وگتل خو تر اوسه يې کومه نتيجه ورنه کړه، چا رښتيا ويلي دي، چې پردى کټ د نيمو شپو وي هغوى خپل ځان نه شي ساتلى نو مونږه به څنگه وساتي کرزى په خپله ماڼۍ کې ويريږي بهر نه شي رواتلى نو ستا سو تپوس به څنگه وکړي ، خو افسوس ، چې زمونږ خلک ترې اوس هم طمعه لري دوى به کله پوهيږي .