غزل

خان زمان کاکړ | جنوري 9th, 2009


غوښتى دى موږ تل له هغو نه د ګلونو باران

د چا فطرت چي اورول دي د زخمونو باران

د زړه پر غولي مي بيا مړه مړه خوشبويي خوره سوه

را اوري بيانرى نرى ستا د يادونو باران

اوس پردى كور دى پردى واك دى نامړدي مي نده

اوس رانه مه غواړه اشنا د ديدنونو باران

دغه هم وايې چي شبنم پر ګلو ښه خوند كوي

بيا ولي ګرزوې له مخه په لاسونو باران

پرخپل ګرېوان به د هغه سړي تصوير جوړوي

سلطان دعا كوي چي وسي د رنګونو باران

Copyright Larawbar 2007-2024