کور / طنز / ددفاع حق

ددفاع حق

طنز


شرمښانو د هوسیو له تیري څخه چې په ګله يې توګه يې هغوی په خپلو تیزو ښکرونو ټپیان ول د بین الځناورو د نفاق شوارته چې په هغه کې ښاغلی زمری ، ښاغلی  پړانګ  ښاغلی چیتا خپله ښاغلی شرمښ، ښاغلی کروکادیل  غړي وه  اود ویتو حق یې درلود  شکایت وکړ.


هغود ا مهمه نړیواله موضوع  د تړولو دروازو تر شا وڅیړله او خپله    فیصله  يې د خپل لوی لکۍ ویاند ښاغلی ګیدړ ګيدړی د خولې داسې اعلان کړه  :


شرمښان د ځان د دفاع حق لري .


نو د دې تصمیم په تیاره کې دځناورکراسی په پار پلان جوړشو چې د ټولو هغو هوسیو ښکرونه  چې استندرد نه دي باید اره شي  او استندردو ښکرونو والاو هوسیو ته د ی په خپلو سیمو کې  دګرځیدو راګرځیدو جوازالسیر ورکړ شي


له دې هر اړخیزې فیصلې څخه  ټولو دښتي او ځنګلي ځناورو د بین الځناورو د نفاق شوار د بیرغونو په سوځلو هرکلی وکړ.


د هوسیو شرمندوکۍ او پراخ لیدۍ مشر غرڅنۍ صایب هم ددې لپاره چې د زړې عقیدې خاوند او ټبرپال ونه پیژندل شي په خوشالۍ یې دانړیواله فیصله ومنله او دا یې د هوسیو د روغتیا لپاره ښه زیری وګڼي ا و په یوه وینا کې  یې خطاب هوسیو ته و ویل: نور به ستاسو د ښکرونو برکت ستاسو پر لکیو ولویږي، شپږې به مو له سره ورکي شي،ښه کثرت به وکړئ….


ستاسو دفاع نوره د بین الځناورو د نفاق  په شوار اړه لري.


د بین الځناورو د نفاق شوار لخوا د خیانت  او بډو اخیستلو   د مخنیوي په پار دهوسیو دښکرونود کچ اومچ  لپاره په  یو لیري ټاپو  کې یو لابراتوار   جوړ شو


دکمیسون استازو به د هوسیو ښکرونه د جواز لپاره له  د لابراتوار مرکز ته پارسل ول هغو به د استندر د قانون سره سم  د کچ مچ وروسته هغو ته جوازلیکونه وراستوله .



په لږ ه مده کې رښتیا هغو ښه اندامونه پيدا کړه؛  بین المللی جوازونه يې تر لاسه کړه  او کولی شول بې ویزې هر چیری سفر وکړي