د خيام طنزیه توکې لرونکی شعرونه

د لراوبر اداره | جنوري 8th, 2009



۳


د هغه د شعرونو یوه فلسفي ځانګړتیا دا ده چې   رښتیا وایي ژوند  خوږ او زړه راکښونکۍ  بولي هغه هرڅه : څه غم او څه خوشالۍ له خپله ځانه بولي او وایي موږ خپله دا دواړه ځان ته برابروو


ماييم كه اصل شادي و كان غميم


سرمايه‌ي داديم و نهاد ستميم


پستيم و بلنديم و تماميم و كميم


آيينه‌ي زنگ خورده و جام جميم.


موږ خپله د ښادۍ اصل اودغم کان   یو؛ سرمایه(سر) مو ورکړ اود ستم نهاد(عادت) مو پرېښود ؛ خپله   لوړ یو ،ژور یو، ټوله  یو، لږ یو هم ماته زنګ وهلې هېندار هم  دجام جم یو


په پورته  ټولو مصرعو کې یې ډیر ښکلي تناقضونه ( پارادوکس) لیدل کیږي
شادی او غم ، هم سرمایه هم نهاد ستم، پست و بلند، زیاد وکم، ایینه زنګار و جام جم


نقیض یو صفت دی چې مخالف او ضد مانا لري په اصطلاح هغه  خیال  یا تصویر دی  چې د منطق له نظره  تضاد سره ولري.


هغه په طنز سره د نړۍ ټولي ستونزې خپله دانسانه له لاسه بولي  هغه وايي موږ خپله خپل سرنوښت ټاکو


هغه انسان ژوند ته هڅوي او وايي:


فردا كه نيامده است فرياد مكن


از نامده و گذشته بنياد مكن


حالي خوش باش و عمر بر باد مكن


از دي كه گذشت هيچ از او ياد مكن


دسبا  لپاره چې نه ده راغلې بوغارې مه واهه، دتیر شوی او نه راغلی څخه سرچینه(اساس) مه جوړوه .   خوشاله اوسه! عمر دی مه بربادوه !پرون چې تیره شو هغه هیڅ مه یادوه!


هغه بیابیا تکراري په بل ډول د ژوند او د دنیا رمز سپړي او وایي:


هرگز دل من ز علم محروم نشد


كم ماند ز اسرار كه مفهوم نشد


هفتاد و دو سال فكر كردم شب و روز


معلومم شد كه هيچ معلوم نشد


په علم سره  څه کم ټول اسرار افشا شول په خپل  دوه اویا کاله عمر کې  مې شپه او ورځ فکر وکړ مالوم شول چې هیڅ مالوم نه شول


هغه ددي نړۍ په هکله په پارادوکس سره وایي معلومم شد كه هيچ معلوم نشد دا دبشر د سوچ اسرار نه دی دا زموږ له سوچه لوړ دی په دې یو خدای پوهیږي


هغه  په طنز سره  د ژوند د وسایلو  لکه  دخښتی، كوزې، واښو ، غاټولو …په هکله وایي:


خاكي كه به زير پاي هر ناداني است


زلفين بتي و ابروي جاناني است


هر خشت كه بر كنگره‌ي ايواني است


انگشت وزيري و سر سلطاني است


داخاوره، چې د هر ناپوه د پښو لاندې ده د یوې ښکلې زلفی او د  یوه جانان ورېځې دي. هر خښته چې د سوپې ( برنډې) پر کنګره   وینې دکوم وزیر ګوته د کوم  پاچا سر دی


هغه په کنایه اوطنز انسان نا پوه  بولي او هغه ته د هغه  پای بیانوي


يك قطره‌ي آب بود با دريا شد


يك ذره‌ي خاك بود با زمين يكتا شد


آمد شدن تو اندرين عالم چيست


آمد مگسي پديد و ناپيدا شد


یو څاڅکی اوبه وې ؛ سیند ته ولویدې. یو ذره خاوره وه؛ د مځکې سره یو ځای شوه


نړي ته ستاد راتګ    وجه څه ده ؟ مچ راغی پیدااو ورک شو
 
هغه دلته بیا په طنز وایي  


من باده خورم و لیک مستی نکنم
الا بقدح دراز دستی نه کنم
دانی غرضم ز می پرستی چه بود
تا همچو تو خویشتن پرستی نه کنم


جهانی صاحب دا شعر داسې ژباړی 


له مستیه به پرهیز یم که هر څو شراب چښمه
بی د سرو میو له جامه بل ته لاس نه اوږدومه
ته پوهیږې له سرو میو زما مطلب څه دی زاهده
ستا په څیر مې خپل وجود ته له سجدې پرهیز کومه


هغه په دی بیتونو کې بیا  د زاهد ریا او ختاایستل  غندي هغه ته په طنز وایي :زه مي د مستي لپاره  نه څښم  ددې لپاره يې  څښم چې تا غوندې  خود خواه نشم اود می څخه  مې موخه ځان له ریا ،غروراو خود خواهی څخه خلاصون دی


هغه وايي:


ماه رمضان چنانکه امسال آمد
بر پای خرد بند گران آمد
ای بار خدای خلق را غافل ساز
تا پندارند که ماه شوال آمد


جهانی صاحب دا شعر داسې ژباړی  


د روژې میاشت ده راغلې خدای خو زما په زړه خبر دی
دا د عقل په اوږو کې یو دروند پیټې لکه غر دی
خدایه ته خپل قدرت کې دا مخلوق داسې غافله
چې روژه سي ورنه هیره هر یو وایي چې اختر دی


 
هغه په طنز سره د خولی تړل د روژی نه بیلوی او  وایي خدایه دا خلک غافل کړه  چې وګنې اختر دی
هغه بل ځای وایي:


افسوس که نامه جوانی طی شد


وان تازه بهار زندگانی دی شد
آن مرغ طرب که نام او بود شباب


افسوس ندانم که کی آمد کی شد


 
جهانی صاحب دا شعر داسې ژباړي 


 
افسوس د ځوانۍ وخته لکه خوب هسې می هیر سو
پر تازه پسرلي می د خزان موسم چاپیر سو
ها ښایسته مرغه چې خلکو زلمیتوب نوم باندې ایښې
نه پوهیږمه چې کله په څه وخت کې تر ما تیر سو


هغه دلته د عمر تیریدل د خوب سره ؛ زړښت د منی سره او ښکلی مرغی د ځوانی سره تشبعه کوي او په غفلت چې د طنز یو رکن دی  وایي  شباب  څه وخت تیر شو؟؟!


عمرت چه دو صد بود چه سه صد چه هزار
زین کهنه سرا برون برندت ناچار
گر پادشهی و گر گدای بازار
این هر دو به یک نرخ بود آخرکار


جهانی صاحب دا شعر داسې ژباړی 


که دې ژوند دوه سوه کاله یا زر کاله سي ختمیږی 
دا نابوده دنیاګۍ به خامخا درنه پاتیږي 
که تاخونه د شاهۍ دي که کچکول د ملنګۍ دی
دواړه په په وروستي بازار کې یو بیه خرڅیږي


هغه په ترخه طنز وایي : ډیر عمر او لږ عمر، د پاچا او دګډا بیه  په وروستی  بازار کې  یوه   ده. دلته  ډیرې نارې مه وهه!  هغه نور فیصله   لکه ښه  طنز، لوستونکی ته پریږدې چې خپله  سوچ وکړی


نوربیا

«

Copyright Larawbar 2007-2024