کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتون/افغان قامي وحدت د کاروان یو بل ګل هم ورژيد

د پښتون/افغان قامي وحدت د کاروان یو بل ګل هم ورژيد

په ډیره خواشينۍ سره خبر شوم چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دمشرتابه دفتر مشر او د پښتون قامی وحدت د کاروان  لاروی، ډاکتر شیرافضل ګردیوال لدی فانی نړۍ څخه په 24.11.2007 نېټه په جرمنی کی د ابدی دنيا په لوری د تل لپاره وکوچيد.



انالیه وانالله راجعون
ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده او دپښتني نړۍ یوتکړه او روڼ انده هستۍ وه، چی د پښتون/افغان قامی وحدت  په ډګر کی یی خپله میړانه څرګنده کړی او دپښتنو دبیدارولو او پوهولو په لاره کی یی په بی ساری ډول هلی ځلی کړی دی. دنوموړي مړينه دهيواداوسيمې سياسي بهير او پښتون اولس ته يو ستر تاوان دی .


زه دهغه دکورنۍ ،دوستانو،ملګرو او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره دهغه دمړينې په غم کې ځان شريک ګڼم اود ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال لپاره دلوی څښتن له درباره دمغفرت غوښتنه کوم . روح دی ښاد وی٠



محمدافضل خان


د عوامی نشنل ګوند مشر


درشخیله  ـــ   سوات