کور / تازه خبرونه / د اور لګېدنې له امله زيات شمېر مالي زيان اوښتی

د اور لګېدنې له امله زيات شمېر مالي زيان اوښتی

د کنړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې د چارتراشو لرگيو په سرای کې د اور لګېدنې له امله زيات شمېر مالي زيان اوښتی دی.


د کنړ والي سيد فضل الله واحدي وويل چې تېره شپه د دوولسو بجو په شاوخوا کې په ياد شوي سرای کې اورلګېدلی چې زيات شمېر مالي زيان يې اړولی دی.


ده ويلي چې د اورلګېدنې لامل لا تر اوسه نه دی څرګند.


د نوموړي په وينا د اورلګېدنې د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې له ننګرهار ولايت څخه د اوروژنې حمله او اطفائيه راغوښتې ده.


ويل کېږي چې اور تر اوسه دوام لري خو د شپې نه يې قوت کم شوی دی.


د کنړ والي زياته کړه چې د اورلګېدنې د اصلي لامل او د اوښتو زيانونو د پلټلو په موخه يې يو دولتي پلاوی ټاکلی دی.