کور / تازه خبرونه / موسی کلا:د طالبانو لټون کوڅه پر کوڅه پر مخ ځي

موسی کلا:د طالبانو لټون کوڅه پر کوڅه پر مخ ځي

په موسی کلا کې د طالبانو لټون کوڅه پر کوڅه پر مخ ځي.


افغان دولت وايي چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې يې د طالب پاتې شونو د نيولو پلټنيز عمليات روان ساتلي دي.


اوس افغان او بهرني سرتېري کوڅه پر کوڅه او کور پر کور د طالبانو د نيولو لټون کوي.


د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ تر پينځه ورځنۍ جنگ جگړې وروسته طالبان اړايستل شول چې ياده شوې ولسوالي پرېږدي.