کور / تازه خبرونه / مقر ولسوالۍ :دوه تنه پوليس ټپيان شول

مقر ولسوالۍ :دوه تنه پوليس ټپيان شول

د لوېديځ زون د قوماندانۍ د رسنيو څانګې مشر دويم څارن عبدالمطلب راد وويل چې د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سيمه کې د مخالفو وسلوالو له لورې پر يوه امنيتي پوسته بريد ترسره شو، چې له امله يې دوه تنه پوليس ټپيان شول.


ښاغلي راد زياته کړه چې د ټپي شوو پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی خو د پوليسوپه ځوابي بريد کې داسې نښې په سترګو کېږي چې مخالفې لورې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.