کور / تازه خبرونه / سنګين : راکټي بريد مرګ ژوبله اړولې ده

سنګين : راکټي بريد مرګ ژوبله اړولې ده

پر سنګين ولسوالۍ وسلوالو طالبانو راکټي بريد کړی چې له امله يې مرګ ژوبله اړولې ده.


د هلمند والي اسدالله وفا ومنله چې وسلوالو طالبانو پر موسی کلا ولسوالۍ راکټي بريد کړی دی.


وفا وايي په دغه بريد کې چا ته زيان نه دی اوښتی خو د ځوابي هوايي بريد په ترڅ کې يې په بمباريو کې گڼ شمير وسلوال طالبان وژلي دي.


د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې د دوی جنګياليو پر دولتي پوستو بريد کړی او ټولې کمربندې پوستې دوی ته تسليم شوې دي.


احمدي دا ادعا هم وکړه چې د سنګين ولسوالۍ په (کورکه) سيمه کې د ناټو ځواکونو هوايي بمباريو کې يوازې ملکي وګړو ته زيان اوښتی دی.


خو له بلې خوا بيا د سنګين ولسوال حاجي عزت الله مجاهد ويلي چې د هوايي بريد په پايله کې د طالبانو ١٥ جنګيالي يې وژلي او ٢٢ نور يې ټپيان کړي دي.