کور / تازه خبرونه / پر ناټو او ايتلافي سرتيرو بريدونه ‌ډېر شوي دي

پر ناټو او ايتلافي سرتيرو بريدونه ‌ډېر شوي دي

د امريکا د پوځ يو عالي رتبه قوماندان ويلي چې په افغانستان کې پر ناټو او ايتلافي سرتېرو د طالبانو او د هغوی د ملگرو بريدونه د پام وړ ډېر شوي دي خو لا هم عراق د امريکايي ځواکونو په لومړيتوب کې قرار لري.


د وسلوالو ځواکونو لوی درستيز (ادم مايک مولين) دا خبرې پرون د پارلمان د وسلوالو ځواکونو کمېټې ته په وينا کې وکړې.


نوموړي ويلي چې د افغانستان هلمند ولايت تر وروستيو جګړو وروسته د افغانستان په جنوب کې زموږ يوه سروې ښيي چې د تېر کال په اوږدو کې په افغانستان کې زموږ پر وړاندې بريدونو کې شپېته فيصده لوړوالی راغلی دی.


نوموړي ويلي چې د افغانستان په جنوب کې د خلکو له خوا د طالبانو په ملاتړ کې 23 فيصده زياتوالی راغلی، په داسې حال کې چې دا کچه درې کاله وړاندې يوازې اووه فيصده وه.