کور / تازه خبرونه / خوست:د وسلوالو طالبانو له خوا راکټي بريد

خوست:د وسلوالو طالبانو له خوا راکټي بريد

د خوست ولايت ختيځ ته په (ډېرې) نومې سيمه کې د ناټو او افغان ځواکونو د کمپاين پر يوه پيکپ ډوله موټر د وسلوالو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو.


د خوست والي ارسلا جمال وويل دغه بريد د کمپاين پر موټر شوی چې ايتلافي ځواکونو ته يې خوراکي توکي لېږدول.


د جمال په وينا په ياد شوي بريد کې ٢ تنه سرتېري وژل شوي او يو تن بل ټپي شوی دی.


ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند ښيي رسنيو ته ويلي چې دوی د کمپاين پر موټر بريد کړی او په موټر کې سپاره ٦ سرتېري يې وژلي دي.


خو ارسلا جمال بيا د طالبانو د دغې ادعا په ردولو سره وويل چې د کمپاين په موټرونو کې يوازې دوه يا درې سرتېري سپاره وو.