کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د يوه تن کور ته تر ننوتو وروسته يې مېرمن…

ننګرهار: د يوه تن کور ته تر ننوتو وروسته يې مېرمن…

د ننګرهار د (مومندرې) ولسوال عيسی خان ځواک وويل چې د يادې شوې ولسوالۍ په (باسول) کلي کې د غلو له لورې د (شهسوار) په نامه د يوه تن کور ته تر ننوتو وروسته يې مېرمن ټپي او د کور مالک وژل شوی دی.


ولسوال زياته کړه چې په سيمه کې د پوليسو له لورې د تلاښۍ پر مهال د وژل شوي تن د ګاونډي له کور څخه د غلا شوو مالونو سربېره چې پکښې ريموټ کنټرول بمونه، دوه مخابرې، نظامي درېشي او نور د پوليسو لاس ته ورغلي چې په دغه تور يې د کور خاوند له څورو نورو تنو سره نيول شوی دی.


خو نيول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو پلټنو لاندې دي.