کور / تازه خبرونه / کاپيسا:د حزب اسلامي او جمعيت د پلويانو تر منځ…

کاپيسا:د حزب اسلامي او جمعيت د پلويانو تر منځ…

د کاپيسا ولايت په مياخيلو سيمه کې د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د پلويانو تر منځ اوږدمهالو خپل منځي دښمنيو ته د پای ټکی کښېښودل شو.


د تګاب ولسوال مولوي مسعود وويل چې د مياخيلو سيمې د اوسېدونکو تر منځ د خپل منځي جګړو له امله اته ويشت کاله دښمني روانه وه چې له کبله يې په يو شمېر جګړو کې په سلهاوو کسان وژل شوي دي.


دغه روغه د سيمې د علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په مرسته تر سره شوې او له کبله يې د دواړو ډلو تر منځ دايمي سوله برقراره او اوږدمهالو دښمنيو ته د پای ټکی کښېښودل شو.


د مياخيلو سيمې يو تن اوسېدونکی پينځه څلوېښت کلن ګل اغا د دغې روغې جوړې نه خورا خوښ ښکارېده، وويل چې نور نو خلک له جنګ جګړو ستړي شوي دي او نه غواړي نور دوام ورکړي.